چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهپاکستان د افغانستان د تازه مېوو د لاریو پرمخ خپلې دروازې وتړلې

پاکستان د افغانستان د تازه مېوو د لاریو پرمخ خپلې دروازې وتړلې

تاند(جمعه، د جوزا ۲۷ مه) د پاکستان پوله ساتو ځواکونو په چمن کې د ډیورنډ پر کرښه جوړه دروازه وتړله او نه پرېږدي چې د افغانستان په انګورو بار لارۍ هغه هېواد ته لاړې شي.

له چمن څخه عیني شاهدان وایي چې دا وخت په لسګونو لارۍ چې د کندهار او خواوشا سیمو انګور په کې بار دي په چمن کې ولاړې دي او انګور یې خرابېدلو ته نژدې شوي دي.

یو شمېر پاکستاني مقامات وایي چې له افغانستان څخه د ورتلونکو لاریو مخه یې د دې لپاره نیولې چې اندېښنه لري چې ښایي له افغانستان څخه ورتلونکې مېوې له روغتیایي پلوه ښې نه وي.

کتونکي وایي، پاکستان له کالونو راهیسې د خپلو نایبو جنګي ډلو په لاس د جګړو په زور له افغانستان څخه د خپلو دویم نمبر تولیداتو د خرڅلاو بازار جوړ کړی خو کله چې د افغانستان د تازه مېوو وخت راورسیږي بیا خپلې دروازې پرې بندې کړي او د افغان سوداګرو مېوې په پوله ولاړو لاریو کې ورستې شي.

دغه راز، پاکستاني چارواکي وخت په وخت په کراچۍ کې د افغان سوداګرو هغه مالونه چې د خرابېدلو امکانات یې ډېر وي، ورځې ورځې دروي، د هرې ورځې جلا پیسې ترې اخلي او ډېر مالونه په کې ورستېږي.

پاکستان چې انګریزي استعمار په ۱۹۴۷ میلادي کال کې په سیمه کې د مسلمانانو د یوه تاریخي هېواد هندوستان په وېشلو سره رامنځته کړ، له لسیزو راهیسې د خپلو پولو له تړلیو او هلته مېشتو افغانانو څخه په افغانستان کې د واکمنو حکومتونو پر ضد د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي.

1 COMMENT

  1. افغان سوداګرو او واکمنو ته وایم :
    هرکه ناموخت از ګذشت روزګار
    نیاموزد ز هیچ آموزګار
    رودکی
    آزموده را آزمودن خطاست.
    پنجاب د افغانستان ازلي دښمن دی ، په دوستي نه ارزي . لار ترې بدله کړئ .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب