دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهپاکستان ته د امریکايي ځواکونو د بوټانو قاچاق، نېمروز کې ېې مخنيوی...

پاکستان ته د امریکايي ځواکونو د بوټانو قاچاق، نېمروز کې ېې مخنيوی شوی

تاند( جمعه، د جوزا ۲۷ مه) ‏د طالبانو استخباراتو په نیمروز کې د امریکايي ځواکونو د بوټانو د قاچاق مخنيوی کړی دی.

 ‏‏ويل شوي، دغه نظامي بوټان ۲۲۲ جوړې وې او پاکستان ته قاچاق کېدل.

طالبانو په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

ځینو فعالانو ویلي: لکه چې د وسلو، ډبرو سکرو، غنمو او نورو شيانو ذخیرې تمامې شوې، چې اوس امريکايي بوټان‌ پاکستان ته قاچاق کيږي.

پاکستان ته د طالبانو له واکمنيدو سره په پراخه کچه له افغانستان څخه د امریکايي وسلو، افغان پوځي موټرو، ټانکونو او نورو تجهيزاتو د قاچاق خبرونه هم ورکړل شوي دي.

خلک په دې قاچاقو کې خپله طالب چارواکي او قومندانان په لاس لرلو تورنوي، خو دوی په دې اړه ادعاوې رد کړي او په تور يې د نورو کسانو د نیولو خبر ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب