دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهپنجشېر کې د ط-انو د اړوندې چورلکې سقوط، بېلابېلې ادعاوې شوي

پنجشېر کې د ط-انو د اړوندې چورلکې سقوط، بېلابېلې ادعاوې شوي

تاند( جمعه، د جوزا ۲۷ مه) ‏ ‏د پنجشېر ولايت د شتل ولسوالۍ په آرزو دره کې پرون د طالبانو اړونده يوه چورلکه سقوط شوې، چې د پنجشېر مقاومت ډلې او طالبانو يې په اړه بېلابېلې ادعاوې کړي دي.

د طالبانو د دفاع وزارت يوې سرچينې ويلي، چې چورلکه یې په ياده سيمه کې له اوو سپرليو سره سقوط شوې.

سرچينه وايي، چې د طالبانو ځواکونه سیمې ته رسیدلي، څو خپل کسان وژغوري.

د پنجشېر د مقاومت ډلې بيا ادعا کړې، چې چورلکه دوی سقوط کړې او ۴ سپرلۍ یې یرغمل نیولي.

طالبانو نه دي ویلي، چې چورلکه خپله نسکوره شوې که د پنجشېر مقاومت ډلې سقوط کړې ده.

طالب چارواکو د مقاومت ډلې له لوري د چورلکې د سپرلیو یرغمل کیدل رد کړي دي.

د پنجشېر له شتل ولسوالۍ څخه د طالبانو او پنجشېر مقاومت ډلې د نښتو راپورونه هم ورکړل شوي.

سرچینې وايي، چې نښتې د پنجشېر ډلې پر ضد د طالبانو له بريدونو وروسته پيل شوي.

د دغو نښتو په اړه ډېر جزییات نه دي تر لاسه شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب