دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهمیدان وردګ کې یو تنکی ځوان له تښتونکو وژغورل شو

میدان وردګ کې یو تنکی ځوان له تښتونکو وژغورل شو

تاند( جمعه، د جوزا ۲۷ مه) ‏ ‏طالب چارواکي وايي، چې ځواکونو يې د میدان وردګو د نرخ ولسوالۍ په بازیخېلو سیمه کې یو تنکی ځوان د انسان تښتوونکو له منګولو آزاد کړی دی.

د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ لپاره د طالبانو سرپرست مولوي ضیاء الحق وايي چې د پېښې په تړاو څلور تنه نیول شوي دي.

هغه د پېښې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د‌ طالبانو له واکمنيدو سره نیږدې هره ورځ د انسان تښتوونې خبرونه خپریږي، خو په ډېرو برخو کې طالبان د تښتوونکو د نیول‌ کیدو خبر ورکوي.

اقتصادي‌ ناورین، د داسې پېښو د مخنيوي لپاره د مسلکي او منظم پولیسي ځواک نه موجوديت او په ځینو برخو کې خپله په دا ډول پېښو کې د طالبانو د لاس لرلو ادعا د

‌ورته پېښو اصلي لاملونه ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب