Homeخبرونهد هرات خبرونه، ط-انو يو موبايل پلورونکی ډبولی او د جمهوري ځواکونو...

د هرات خبرونه، ط-انو يو موبايل پلورونکی ډبولی او د جمهوري ځواکونو کورونه پلټي

تاند( پنج شنبه، د جوزا ۲۶ مه) ‏له هرات څخه بېلابېل خبرونه څرګندوي، چې د طالبانو امنیتي ځواکونو نن يو موبايل پلورونکی ډبولی، د جمهوري نظام د امنيتي ځواکونو د کورونو پلټل ېې پیل کړي او همدا شان په محکمو کې ېې د ژوند له ملګرو څخه د مېرمنو د شکایتونو د نه ثبتولو پریکړه کړې ده.

د ځایي سرچينو په حواله، يوه طالب د‌ هرات ښار د ګلانو چوک له یوه موبايل پلورونکي څخه موبايل اخیستی و او بېرته ېې غوښتل، چې موبایل پلورونکی ورڅخه واخلي.

ویل شوي، چې موبایل پلورونکی د طالب جنګیالي د غوښتنې د نه منلو له کبله ډبول شوی او هم ېې ‌د‌ هټۍ شاوخوا ډزې شوي دي.

بل لور ته: باوري ځايي سرچینې وایي، چې طالبانو د هرات محکمه کې د هغو ښځو شکایتونه رد کړي، چې د خپلو خاوندانو پر وړاندې یې ثبت کړي دي.

په ورته وخت ويل کيږي، چې طالبانو په هرات کې د جمهوري نظام د امنيتي او دفاعي ځواکونو د کورونو پلټنه پیل کړې ده.

 ويل شوي، چې طالبانو د دغو پلټنو پر مهال د پخوانيو امنیتي ځواکونو کورنۍ ځورولي او ډېر ځواکونه ېې له وېرې د ډکو کورونو پریښودو ته مجبوره شوي دي.

طالبانو د دغو خبرونو په اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...