Homeخبرونهد جمهوريت وروستی لوی درستیز: امریکا د ط- انو ځپلو ته نه...

د جمهوريت وروستی لوی درستیز: امریکا د ط- انو ځپلو ته نه پريښودو

تاند( پنج شنبه، د جوزا ۲۶ مه) ‏ د افغانستان د سقوط شوي جمهوري نظام وروستی لوی درستیز جنرال هیبت‌الله علیزی د امریکايي چارواکو له هغو فشارونو پرده پورته کړه، چې په وینا یې د طالبانو او امریکا د دوحې د سولې تړون د بریالیتوب لپاره یې د جمهوريت ځواکونه د طالبانو د ځپلو جګړې ته ډېر نه پريښودل.

د نوموړي په وينا، د جمهوريت له سقوط څخه مخکې ېې له امریکایي چارواکو څخه په پرله پسې ډول د جګړې د ودرولو پيغامونه تر لاسه کول.

پخواني لوی درستيز په واشنګټن کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال دا هم ويلي، چې د امنيتي او دفاعي سکتور په رهبرۍ کې د ولسمشر غني او حمدالله له لوري پراخ بدلونونه د دغه سکتور د پاشلتيا او ماتې يو عامل و.

د‌ ده په وينا، د جګړې پر مهال ډېری هغه کسان چې په دندو کې ناکام شوي وو، د ولسمشر غني او حمدالله محب له لوري ګومارل شوي وو.

جنرال علیزی د ولسمشر غني له لوري د جمهوري نظام له سقوط څخه پينځه ورځې مخکې د ملي پوځ لوی درستیز ټاکل شوی و.

د افغانستان د سقوط شوي جمهوري نظام نورو لوړپوړو چارواکو د هغه د يادو څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي، خو د پرزول شوي نظام ډېر پلويان امريکا د نظام د سقوط يو اصلي لامل ګڼي او تور لګوي، چې د پردې تر شا يې طالبانو سره پټې معاملې لرلې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...