Homeخبرونهد يوناما مشره: ط-انو ته د بقا یوازینۍ لاره د ښځو حقونو...

د يوناما مشره: ط-انو ته د بقا یوازینۍ لاره د ښځو حقونو ته درناوی او سیاسي مشارکت تامینول دي

تاند( پنج شنبه، د جوزا ۲۶ مه) ‏ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې مېرمن دیبورا لاينز، چې تازه یې دغه دنده پای ته رسیدلې او له افغانستان څخه وتلې، په یوه وروستي پيغام کې طالبانو ته د افغانستان د وضعیت د مهارولو په اړه خپلې سپارښتنې وړاندې کړي دي.

مېرمن لاينز ویلي، چې که طالبان غواړي حکومت ېې بقا وکړي، ښځو ته نه باید د بشري ټولنې د یوې استثنا په نظر وګوري او حقونه ېې وتروړي.

هغې په عین حال کې، د طالبانو لپاره په خپل حکومت کې د سياسي مشارکت د اصل تامینول مهم ګڼلي او خبرداری یې ورکړی، چې له دغو ټکيو پرته په افغانستان کې هیڅ کوم نظام دوام نه شي کولای.

د ملګرو ملتونو دغې استازې له طالبانو سره تعامل هم اړین یاد کړی او ویلي، چې دوی سره په ګډه د افغانانو د ژوند ژغورلو لپاره هڅې په کار دي.

مېرمن لاينز د دې امکان د موجودیت خبر هم ورکړ، چې په خبره یې افغانستان کې یو پراخ بنسټه اسلامي نظام رامنځته شي.

د ملګرو ملتونو د دغې ځانګړې استازې دوه کلنه کاري موده څو ورځې مخکې پای ته ورسېده.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...