Homeخبرونهمجاهد د بشري حقونو نقض رد او د‌ اقتصادي ستونزو ملامتي پر...

مجاهد د بشري حقونو نقض رد او د‌ اقتصادي ستونزو ملامتي پر ملګرو ملتونو واچوله

تاند( پنج شنبه، د جوزا ۲۶ مه) ‏ د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ذبیح الله مجاهد هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې په افغانستان کې د بشر حقوق ضایع کېږي.

نوموړي نن ویلي چې که د تېر کال دغه شپې له روان کال سره پرتله شي، نو جوته به شي چې د بشر حقونه هغه وخت ضایع کېدل، پر کورونو بمونو غورځول کېدل؛ خو سږ کال د خلکو امنیت تامین دی.

د ذبیح الله مجاهد په خبره، په اقتصادي برخه کې هم هڅې پیل شوي چې د خلکو ژوند ښه شي.

 مجاهد وايي، چې په افغانستان کې د بد اقتصادي وضعیت مسؤلیت ملګرو ملتونو ته ورګرځي؛ ځکه چې امریکا د افغانستان شتمني ګنګل کړې.

‏ د طالب ویاند د څرګندونو له مخې؛ په هېواد کې شل کلنې جګړې هم د خلکو پر اقتصاد منفي اغېز کړی، هغه پر نړېواله ټولنه غږ کړی چې د ګیلو او نیوکو پر ځای د افغانانو لاسنیوی وکړي.

مجاهد دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې له شل کلن جمهوري نظام څخه مخکې يې د خپلې واکمنۍ د اقتصادي وضعیت کوم ارقام نه دي وړاندې کړي.

د طالبانو منتقدین بيا تېر ۲۰ کلن جمهوري نظام په اقتصادي لحاظ افغانستان ته تاریخي فرصت بولي او د پیسو د ناسم مصرف او فساد له کبله نیوکې لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...