یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهصالح: ط‌- انو ته تسليميدونکي جمهوري چارواکي خپل وجدان وژني او شرافت...

صالح: ط‌- انو ته تسليميدونکي جمهوري چارواکي خپل وجدان وژني او شرافت پلوري

تاند(سې شنبه، د جوزا ۱۷ مه) ‏د افغانستان د بی واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امرالله صالح د پرزول شوي جمهوري نظام پر هغو چارواکو توندې نيوکې کړي، چې په وروستيو کې د طالبانو په بلنه له بهر څخه هيواد ته ستنيږي.

نوموړي ويلي، چې دغه چارواکي په دې ډول طالبانو ته د خپل وجدان مرګ او هغه عزت او وقار، چې دوی یې وړتیا نه لرله، ور ډالۍ کوي.

صالح زیاتوي، چې دا کسان به له مړینې وروسته بې بیرغه وي او د جنازې امام به ېې نه پوهیږي، چې دوی په کوم نوم ياد کړي.

 امرالله صالح دغو پخوانيو چارواکو ته د پېغور په ډول وايي، چې د هېواد لسګونه زره تنو د هغه نظام او دولت د ساتلو لپاره سرونه قربان کړل، چې دوی پکې د قدرت پر ګدۍ تکیه وهلې وه.

 نوموړی وړاندې زياتوي:« زه هیڅ شک نه لرم، چې طالب به د شرف او عزت دغو معامله ګرانو ته د ځان پلورونکو او ټولنه به ورته د خباثت او ذلت د سمبولونو په سترګه ګوري».

دا په داسې حال کې ده، چې له څه مودې راهيسې د جمهوري نظام يو شمېر منسوبین د طالبانو په بلنه هېواد ته ستانه شوي.

يو شمېر خلکو د دغو پخوانيو چارواکو راستنیدل ستايلي او دا یې له هېواد سره د دوی مینه ګڼلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب