جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپوهنې وزارت نن د معلمۍ ۷ زره بستونه اعلانوي

پوهنې وزارت نن د معلمۍ ۷ زره بستونه اعلانوي

تاند(سې شنبه، د جوزا ۱۷ مه) ‏د طالبانو خبري سرچينو ويلي، چې د پوهنې وزارت ېې نن د معلمۍ اووه زره بستونه اعلانوي.

د‌ طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس ويلي، چې په دې بستونو کې د معلمۍ او اداري چارو پنځم او شپږم بستونه شامل دي.

سرچينه زياتوي، چې دغه بستونه د شلو ولایتونو اړوند دي.

طالبانو ټینګار کړی، چې يادو بستونو ته به د ازادې سیالۍ له لارې خلک وګماري.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له واکمنيدو سره دوی له ډېرو ارګانونو، په خاص ډول د پوهنې وزارت له مربوطاتو څخه زرګونه تنه چې د ازادې سيالۍ او تخصص په اساس پر دندو ګومارل شوي وو او کلونه کاري تجربه يې لرله، يوازې له دې کبله ګوښه او خپل ملايان او جنګيالي يې پر ځای وټاکل، چې هغوی د جمهوري نظام پر مهال پر دندو ګومارل شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...