یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهم.م : ژمي نه مخکې افغانستان ته د ۳ ميليارده ډالرو مرسته...

م.م : ژمي نه مخکې افغانستان ته د ۳ ميليارده ډالرو مرسته رسول ضرور دي

تاند(سې شنبه، د جوزا ۱۷ مه) د ملګرو ملتو سازمان له مرستندويو هېوادونو غوښتي چې د ژمي له رارسېدو مخکې له افغانستان سره د ٣ ميليارده ډالرو مرسته وکړي.

دغه سازمان خبردارى ورکړى، چې دوى له افغانستان سره د نغدي مرستو له تشې سره مخ دي او تشه بايد د ژمي له را رسېدو مخکې ډکه شي.

د ملګرو ملتو سازمان وړاندې له دې د روان عيسوي کال په بهير کې افغانستان ته د بېړنيو مرستو د رسولو لپاره د ٥ ميليارده ډالرو غوښتنه کړې وه.

په دغه سازمان پورې تړلو منابعو ويلي، چې يوازې ۱.۴ ميلياردو ډالرو ته لاسرسی پيدا کړى دى.

دغه سازمان له افغانستان سره د نورو ٣ ميلياردو ډالرو مرستې غوښتنه کړې او خبردارى يې ورکړى، چې دغه تشه بايد د ژمې له را رسېدو مخکې ډکه شي.

د ملګرو ملتو سازمان په خپل نوي رپوټ کې افغانستان د خوړو د ترلاسه کولو لپاره لومړی هېواد بللى دى.

د ښځو په برخه کې د بشر د حقوقو نړيوال کتونکي مرستيالې (هيدربار) په دې اړه يوې خصوصي راډيو ته ويلي چې د طالبانو د حکومت او نړيوالو ترمنځ د تعامل نشتوالى د افغانستان اقتصادي حالت خراب کړى دى .

د ملګروملتو د سازمان په نظر په افغانستان کې ٨،١٩ ميليونه تنه د سملاسي خوراکي توکيو مرستو ته اړتيا لري له دې جملې څخه په افغانستان کې ١،١ ميليونه ماشومان د مړينې له خطر سره مخ دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان باختر خبري اژانس د ملګرو ملتونو د دغې غوښتنې له رسنيز کولو سره ټينګار کړی، چې د بشري مرستو د ښې همغږۍ لپاره دې د طالبانو له حکومت سره تعامل وشي.

طالبانو مخکې په افغانستان کې د بشري ناورين په اړه د ملګرو ملتونو په ګډون د مختلفو نړيوالو بنسټونو څرګندونې ردولې او بې بنسټه ګڼلې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب