Homeخبرونهد‌‌ ځنګلونو د ساتلو لپاره ځانګړي واحدونه جوړیږي

د‌‌ ځنګلونو د ساتلو لپاره ځانګړي واحدونه جوړیږي

تاند(سې شنبه، د جوزا ۱۷ مه) د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي، چې د ځنګلونو د ښه ساتلو لپاره ځانګړي واحدونه جوړوي.

دغه اقدام په ظاهري توګه په ختیځ کې د نورستان په ځنګلونو کې د اور لګېدنې له امله اخيستل کېږي.

د طالبانو د کرنې وزارت معین مولوي صدراعظم ننګرهار ته د سفر پر مهال ویلي، چې دغه واحدونه به د دوی د د امنیتي ځواکونو تر څنګ له ځنګلونو ساتنه کوي.

ويل شوي، چې یوازې د ننګرهار د ځنګلونو ساتنې په موخه د بېلابېلو څانګو د کارکوونکو په ګډون یوه سل کسیزه قطعه جوړېږي.

ټاکل شوې، چې په دغو واحدونو کې به قومي او د سیمې مشرانو ته ونډه ورکړل شي.

د افغانستان ختيځ او جنوب ختيځ زیات ځنګلونه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې ځینې راپورونو کې خپله د طالبانو ځايي قومندانان ګاونډيو هېوادونو، په خاصه توګه پاکستان ته د ځنګلونو د چارتراشو په قاچاق تورنیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...