یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد‌‌ سيګار د څېړنو پايله؛ ولسمشر غني له هېواده پيسې نه دي...

د‌‌ سيګار د څېړنو پايله؛ ولسمشر غني له هېواده پيسې نه دي وړي

تاند(دوشنبه، د جوزا ۱۶ مه) د افغانستان لپاره د امريکا متحده ايالاتو د مرستو د څارنې ځانګړې ادارې (سیګار) هغه ټول رپوټونه او تورونه رد کړل چې ویل یې ولسمشر اشرف غني له میلیونه ډالرو سره وطن پرېښود.

 سیګار وايي دوی سره حتا یو میلیون ډالر هم نه و.

د سیګار ادارې د دغو پلټنو د پايلو مفصل جزییات لا نه دي خپاره شوي.

ولسمشر غني له هېواده تر وتو وروسته تورن شو، چې شاوخوا ۱۶۹ ميليونه ډالره ېې له افغانستان څخه په خپلو لیږدونکو الوتکو کې ورسره وړي دي.

ښاغلي غني دا تورونه هماغه مهال رد او له نړيوالو بنسټونو وغوښتل، چې په دې اړه بې طرفه څېړنې وکړي.

پر ولسمشر غني دا تور په لومړي ځل روسي رسنیو په کابل کې د خپلو استخباراتي سرچينو په حواله خپور کړی و او وروسته پخواني ولسمشر حامد کرزي ته منسوبو رسنيو ډېره غبرګوله.

د‌ ولسمشر غني یو شمېر پلویانو د سيګار د دغو څېړنو د پایلو هرکلی کړی دی.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر مولوي شهاب الدين دلاور د طالبانو د واکمنۍ په لومړيو ورځو کې، په ارګ کې د یوه ټلویزیوني خبري کليپ پر مهال د ولسمشر غني له لوري د ۱۶۹ ميليونه ډالرو د وړلو د ادعا له تأیید سره يوې ویالې ته په اشارې وویل:« ۱۹ ميليونه ډالره په دې نالۍ کې ترې غورځېدلي او پاتې شوي وو».

طالبانو د سيګار ادارې دغه راپور ته غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب