یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهټام ویسټ له اماراتي وزیر سره پر افغانستان خبرې وکړې

ټام ویسټ له اماراتي وزیر سره پر افغانستان خبرې وکړې

تاند(دوشنبه، د جوزا ۱۶ مه) د متحده عربي اماراتو  د دولت وزیر د خپل هیواد په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره په افغانستان کې د بشري بحران په اړه خبرې وکړې.

د متحده عربي اماراتو د رسمي خبري اژانس وام د راپور له مخې، د دغه هیواد د دولت وزیر احمدعلي السیاق او د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ نن (دوشنبه) په دې کتنه کې په افغانستان کې د بحران په اړه د امریکا او متحده عربي اماراتو د همکارۍ پر لارو چارو خبرې وکړې.

وام اژانس وايي السیاق په افغانستان کې د بشري وضعیت په تېره بیا د روغتیا او خوړو په برخو کې د هلوځلو د ښه کولو په اړه خپل نظرونه څرګند کړل.

ده له بشري مرستو سره د نجونو د زده کړو پر مشروطولو ټینګار وکړ، ویې ویل چې باید افغان نجونې زده کړو ته پرېښودل شي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د افغانانو په ملاتړ کې د متحده عربي اماراتو ونډه وستایله، او د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره یې د نړیوالې ټولنې د هلوځلو پر اړتیا ټینګار وکړ، ویې ویل چې که داسې ونه شي افغانان به نور هم وکړېږي.

وام خبري اژانس وايي، متحده عربي اماراتو له افغانستان سره ډېرې مرستې کړي، سره بېره پر دې چې د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني کوربه دی، د ۲۰۲۱ په سپټمبر کې یې افغانستان ته د ۵۰ میلیون ډالره بشري مرستې ژمنه وکړه.

په وروستیو ورځو کې د متحده عربي اماراتو یوې کمپنۍ د طالبانو له حکومت سره د کابل او دوو نورو هوايي ډګرونو د امنیتي څار قرارداد لاسلیک کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب