یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهتادين خان د جمهوريت بد‌ ویونکي خبریالان په جاسوسۍ تورن کړل

تادين خان د جمهوريت بد‌ ویونکي خبریالان په جاسوسۍ تورن کړل

تاند(دوشنبه، د جوزا ۱۶ مه) د جمهوري نظام پر مهال د کندهار امنيه قومندان جنرال تادین خان، چې د طالبانو خلاف د مشهور مخالف قوماندان جنرال عبدالرازق ورور دی، پر ځینو خبریالانو توندې نيوکې وکړې.

نوموړي په یوه ټویټ کې لیکلي:« ‏ډيری د تير نظام د وخت خبريالان (جاسوسان) چی د تير نظام له برکته دغه ځای ته ورسيدل اوس په همغه نظام (جمهوريت) پسې بد رد وايي.»

نوموړي له کومې مشخصې اشارې پرته ویلي:« داسی خبريالان پيژنم چی اوس د خارجی استخباراتو په جاسوسانو بدل شوي. همدا د خبريال په نوم په دې ملت تپل شوي بعضي خلک د همدغه ستر ملت تر ټولو ستر دشمنان دي».

د کندهار پخواني امنيه قوماندان د خپلو تورونو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستيو کې د پرزول شوي جمهوري نظام ډېرو مهمو چارواکو هم په دغه پرزیدلي نظام او شخصآ ېې په ولسمشر پسې ډېرې خبرې وکړې او بېلا بېل تورونه ېې پرې ولګول.

يو شمېر کارپوهان بیا وايي، چې که جمهوري نظام سره ټول مخالف وو، بيا ېې د څوکیو خاوندان او له امتيازاتو ډېر ګټه اخيستونکي څوک وو؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب