یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهکابل: ۲ زره تنه د‌ مختلفو جرمونو په تور نیول شوي او...

کابل: ۲ زره تنه د‌ مختلفو جرمونو په تور نیول شوي او ۱۰ تنه د اختطاف په تور وژل شوي

تاند(دوشنبه، د جوزا ۱۶ مه) د طالبانو د کورنیو چارو وزرات وياند عبدالنافع ټکور وايي، چې دغه وزارت په تېره یوه میاشت کې د جنايي جرمونو او نشه يي توکیو سره د مبارزې په برخه کې ښې لاسته راوړنې درلودې.

د یاد وزارت ویاند عبدالنافع ټکور په يوه خبري غونډه کې وویل چې تېره میاشت یواځې په پلازمېنه کابل کې تر دوه زره ډېر کسان د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیول شوي چې یو شمېر يې تر څېړنو وروسته عدلي او قضايي اورګانونو ته سپارل شوي د یو شمېر نورو کسانو څخه پوښتنې ګروېږنې روانې دي.

نوموړي همدارنګه وویل چې په تېره یوه میاشت کې ۸۵۹ جنايي پېښې رامنځته شوې دي ۴۶۹ پېښې کشف شوي۳۹۰ نورې يې تر کشف لاندې دي.

سرچینې زیاته کړه چې په دغه موده کې ټول ټال۴۷۰ میله ډول ډول وسلې، ۲۵ کړۍ ماينونه، ۱۰زره ۴ سوه بېلا بېل ډوله ګولۍ، ۳۰۵ صندوقه مهمات، ۹ عرادې موټر، ۲ میله سټینګرتوغندي او ۲۴ پایې مخابرې د کورنیو چارو وزارت د ځواکونو لاسته ورغلې دي.

د طالبانو د‌ کورنیو چارو وزرات ویاند همدارنګه وویل چې په تېره یوه مياشت کې ۸۳۱ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي، ۱۰تنه اختطافګر‌ د طالبانو له امنیتي ځواکونو سره په مخامخ نښتو کې وژل شوي او ۳۹ تنه نور ژوندي نیول شوي دي.

ټکور زیاته کړه چې په دې موده کې ۱۲ تنه هېوادوال د تښتونکو له منګولو څخه ژغورل شوي او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي او همدارنګه ۱۵ عرادې ورک شوي موټر هم د امنیتي ځواکونو له لوري پېدا او خاوندانو ته يې سپارل شوې دي.

عبدالنافع ټکور همدارنګه وویل چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په تېره یوه میاشت کې د نيشه يې توکيو پر وړاندې د مبارزې معنیت هم ګڼې لاسته راوړنې درلودې چې له هغې جملې څخه: ۲۸۷ ځانګړي عملیات ترسره شوي، چې په ترڅ کې يې ۳۹۰ تنه د نشه يې توکو قاچاق وړونکي، تر ۲۰ کیلو ګرامه ډیر مورفین، ۵۶ کيلو ګرامه امفتامین، له ۲زره کیلو ګرامه څخه زیات تریاک، ۳ زره کیلوګرامه چرس، ۱۳۰ کېلو ګرامه هېروین، ۳۰۰ لېټره الکولي مشروبات، ۴۷۰۰ قرصه ټابلیټ کا، ۳۳ عرادې موټر او ګڼ نور شیان د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته تر دې دمه ۲۷زره په نشه يي توکو روږدي کسان د درملنې په موخه روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل چې دمګړۍ لسګونه کسان د طالبانو د پولیسو په اکاډمۍ کې د ماسټرۍ او لیسانس په کچه پر زده کړو بوخت دي او همدارنګه د هېواد په لسو ولایتونو کې د پولیسو د روزنې مرکزونه فعال دي، چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پکې ۳۵ زرو امنیتي ځواکونو ته مسلکي زده کړې ورکول شوې دي، او ۲ زره تنه نور پکې اوسمهال په مسلکي زده کړو بوخت دي.

نوموړي د طالبانو امنیتې ځواکونو ته د یونفورم د ورکړې په اړه هم ډاډ څرګند کړ او په وینايې اوسمهال امنیتي ځواکونو ته د یونیفورم د ورکړې ټول کارونه په تمامېدو دي او په لومړي سر کې به د کابل او کندهار امنیتي ځواکونه په مشخص یونیفورم سمبال شي.

دا په داسې حال کې ده، چې عام خلک د جنايي او نورو پېښو د بېساري زياتوالي خبره کوي.

د‌ خلکو په باور، د طالبانو له واکمنيدو سره که د دوی لخوا په کیدونکو جګړو او بریدونو کې د تلفاتو لړۍ دریدلې، خو د فقر او اقتصادي ناورين له کبله نورې جنایي پېښې، ځان وژنې، کورنی تاوتریخوالی او په ټوله کې وژل او د تشدد نورې بڼې دوام لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب