یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+افغانستان بې شپږیزې زیمبابوې ته په لوی توبیر ماتې ورکړه

افغانستان بې شپږیزې زیمبابوې ته په لوی توبیر ماتې ورکړه

تاند(دوشنبه، د جوزا ۱۶ مه) افغانستان نن په هرارې کې د زیمبابوې ټیم ته په ۸ ویکټونو او ۳۳ پاتې توپونو ماتې ورکړه او په دې ترتیب یې د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ وګټله.

نننۍ سیالي ښايي د افغان لوبډلې لپاره لومړۍ مسابقه وه چې په هغې کې یې کومه شپږیزه ونه وهله. رحمت شاه او ابراهیم ځدراڼ په خورا حوصله بیټنګ وکړ. ابراهیم ۱۲۰ او رحمت شاه ۸۸ منډې وکړې.

د دې مسابقې پچه زیمبابوې ګټلې وه، دغه ټیم ۲۲۹ منډې هدف ټاکلی و. په پیل کې ګومان کېده چې زیمبابوې به لږترلږه ۲۶۰ منډې وکړي خو د افغان باولرانو په تېره بیا محمد نبي،فضل حق فاروقي، فرید احمد، عظمت الله عمرزي او  راشدخان ښه باولینګ سبب شو چې د زیمبابوې ټیم ډېرې منډې ونه کړای شي.

فرید احمد ۳، محمدنبي ۲، فضل حق فاروقي ۲، او راشد خان ۲ لوبغاړي وسوځول. عمرزي که څه هم کوم لوبغاړی ونه سوځاوه خو  په ۷ اورونو کې یې ۲۵ منډې ورکړې یعني د ورکړیو د منډو اوسط یې کم و.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او زیمبابوې لوبډلې د جون په ۹ مه (د روانې اوونۍ د پنجشنبې ورځ) په درېیمه یو ورځنۍ سیالۍ کې مخامخ شی.

همداراز په پام کې ده چې دواړه لوبډلې ۳ شل اوره سیالۍ وکړي. لومړۍ به یې د جون په ۱۱ مه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب