Homeخبرونهد کابل په نننۍ چاودنه کې د یو شمېر ملکيانو ټپي کیدل...

د کابل په نننۍ چاودنه کې د یو شمېر ملکيانو ټپي کیدل تایید شول

تاند(دوشنبه، د جوزا ۱۶ مه) په کابل کې د طالبانو امنیه قومندانۍ د نن مازيګر د چاودنې پر مهال د یو شمېر ملکي وګړو ټپي کیدل تایید کړل.

په کابل کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ويلي:« نن مازدیګر د ۴ حوزې په مربوطاتو کې په یو بایسکل کې د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو د انفجار له امله چاودنه رامنځته شوې ده ، چې پکې زموږ یوشمېر عام هیواد وال زخمیان شوي دي.»

د هغه په وينا، ‏سیمې ته د طالبانو امنیتي ځواکونه رسیدلي د پیښې په اړه پلټنې روانې دي.

د چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په کابل کې له څه موده ځنډ څخه وروسته چاودنه ده، چې رامنځته کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...