دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهسميع سادات په توندو ټکو د ط- انو د نابودولو ژمنه وکړه

سميع سادات په توندو ټکو د ط- انو د نابودولو ژمنه وکړه

تاند(دوشنبه، د جوزا ۱۶ مه) د افغانستان د پرزول شوي جمهوري نظام د ځانګړو ځواکونو قومندان او د طالبانو پر وړاندې د‌ څو مشهورو جګړو رهبري کوونکي جنرال سمیع سادات یو ځل بیا د طالبانو خلاف توندې څرګندونې او د هغه د نابودولو ژمنه کړې ده.

جنرال سادات په یوه تازه پيغام کې « افغانيت، اسلاميت او ملي ارزښتونه» خپلې لومړۍ کرښې ګڼلي او پنجاب یې د افغانستان په « اشغال» تورن کړی.

جنرال سمیع سادات زیاتوي:« ما له خپل رب او خپل افغانیت سره داژمنه کړې، چې د پنجاب اجیرو په غلامانو مې دافغانستان ښارونه ډک نه کړل او غوښو یې بوې ونه کړ زه به بیا نه پښتون یم، نه افغان ».

نوموړي ته په منسوب دغه پیغام کې زياته شوې:« مونږ چې خاموش یوو، د دې خاموشۍ زور به په یوه ورځ ووینئ، ټول 36زره ټالبان دي، په 36ساعته کې یې کار خلاصوم».

سميع سادات په دغه پیغام کې له خلکو غوښتي، چې د طالبانو خلاف جګړه کې ورسره ودریږي او د ملي بیرغ د بیرته هسکولو په « غزا» کې شامل شي.

سميع سادات، مخکې ادعا کړې وه چې د جمهوري نظام د له منځه وړل شوي دفاعي او امنیتي ځواکونو ډېرو سرتېرو سره په اړيکه کې دی او ژر به ېې په مټ د طالبانو خلاف جګړه کې منظم کړي.

نوموړي دغه ژمنه څو مياشتې مخکې کړې وه او ويلي يې وو، چې په دې برخه کې به ېې له کوچني اختر څخه وروسته مبارزه پیل شي.

له هغو ژمنو تر اوسه په عملي ډول د نوموړي د فعاليتونو په اړه څه نه دي ويل شوي.

طالبانو مخکې د جنرال سمیع سادات په غبرګون کې ویلي وو، چې هغه يو « تښتیدلی جنرال» دی او خبرې یې د باور وړ نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب