یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+په اروپا کې د چارجرونو د یوشان کېدو پرېکړه کېږي

په اروپا کې د چارجرونو د یوشان کېدو پرېکړه کېږي

تاند(سې شنبه، د جوزا ۱۷ مه) د اروپايي اتحادیې د غړیو هیوادونو پارلمان نن (سې شنبه) پرېکړه کوي چې د موبایل ټېلفونونو، هیډفونونو او ټبلېټونو د چارجر پورټونه یو شان وي.

حاضردمه د ډیرو موبایلونو او نورو الیکترونیکي وسایلو له چارجرونو څخه نه یوازې د نورو کمپنیو په تولیداتو کې کار نه شي اخیستل کېدای، بلکې د یوې کمپنۍ د دوو ماډلونو چارجرونه له یو بل سره توپیر لري.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د اروپايي اتحادیې کمیسیون کابو لس کاله پخوا وړاندیز کړی و چې د ټولو موبایل ټېلفونونو چارجرونه او پورټونه دې یو شان شي. دا وړاندیز وروسته له دې وشو چې د ایفون او اندروید کاروونکو د خپلو موبایلونو او ټبلیټونو د چارجرونو د توپیر په اړه شکایتونه وکړل.

ایفون په یوه لایټیننګ سیم او اندروید الې له یو ایس بي سي څخه په استفادې چارجېږي.

ویل کېږي چې اپل کمپنۍ له دې پرېکړې سره موافق نه دی ځکه چې دا کمپني خپل ایفون تر نورو بره ګڼي.

د اروپايي پارلمان غونډه به نن په دې موضوع د دغه پارلمان دوهمه او یا غالباً وروستۍ غونډه وي.

ډیر خلک وايي چې د هر موبایل لپاره جلا چارجر داسې اضافي لګښت دی چې چاپیریال زیانمنوي. له همدې کبله هم د اروپايي اتحادیې د غړیو هیوادونو قانون جوړوونکي نیت لري چې تر ۲۰۲۵ پورې د الیکترونیکي وسایلو جوړوونکې کمپنۍ اړ باسي چې یو شان چارجرونه جوړ کړي.

د اروپايي اتحادیې د پارلمان د پرېکړې په صورت کې به د لاندې الیکترونیکي وسایلو جوړوونکي مکلف وي چې د اروپا لپاره چارجرونه او د یو ایس بي پورټونه یو شان جوړ کړي:

ځیرک ټېلفنونونه

ټبلیټونه

کمرې

هیډفونونه

وړل کېدونکي سپېکرونه

پلې سټېشنونه او ګېمونه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب