یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهملا هیبت الله: امر بالمعروف دې چارواکي له یوه څخه ډېرو ودونو...

ملا هیبت الله: امر بالمعروف دې چارواکي له یوه څخه ډېرو ودونو ته نه پریږدي

تاند(شنبه، د ثور ۳۱ مه) ‏‏‏‏د طالبانو لوی مشر ملا هیبت الله اخوند زاده د خپل رژيم د امربالمعروف اونهي عن المنكر وزارت ته دنده سپارلې چې په زياتو لگښتونو له بې ضرورته دوهم،درېیم او ۴ واده څخه دمسؤلینو دمنعه کولو په اړه هدايات چې په ۱۱۵ج٦ گڼه فرمان سره صادر شوي،په جدي ډول تعقيب کړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس په دې اړه زياتوي: ملا هیبت الله دا هم ویلي، چې امر بالمعروف وزارت دې سرغړونکي په نښه او وخت په وخت دمشرتابه مقام ته خپل راپور وړاندې کړي.

معلومه نه ده، چې امر بالمعروف وزارت به د طالب چارواکو « بې ضرورته» ودونه څنګه په نښه او پر وړاندې به یې ممانعت یا اقدامات وکړي.

په وروستيو کې د طالبانو د ډېرو چارواکو په اړه د نوو ودونو خبرونه ورکړل شوي دي.

د طالبانو ځينو دغو مشرانو او له هغې ډلې یې د هوايي ځواک قومندان خو په خپل يوه څووم واده کې د سیمه ییزې موسيقۍ محفل هم برابر کړی و او میر مفتون ورته پکې د هغه په وصف سندرې ویلې وې.

2 COMMENTS

  1. د ښاغلى ډراکولا اکونداده( امیرالمؤمنین ) څخه په ټينگه غوښتنه لرو چى خپلو ارمونو طالبانو ته ووائى چى :
    هر طالب اجازه لرى چى لس لس ودونه وکړى
    خو

    ” زموږ مور( ابائى وطن ) ته دى طلاق ورکړى”.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب