جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهغزني کې پر ط - انو او کندوز کې د جنازې په...

غزني کې پر ط – انو او کندوز کې د جنازې په مراسمو چاودنه شوې

تاند(شنبه، د ثور ۳۱ مه) ‏‏‏‏په غزني کې يوې ماین چاودنې پرون د طالبانو پر جنګياليو او کندوز کې د څو جنازو پر کاروان چاودنه شوې ده.

ځايي سرچينو ويلي، چې پرون له غرمې وروسته د غزني ښار ، د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند سبزي مارکېټ په سیمه کې طالبانو د يوه ماین د شنډولو هڅه کوله، چې ورباندې چاودلی او ۲ تنه يې ورڅخه وژلي دي.

په کندوز کې بيا ځایي سرچینې وایي، چې د کندز ښار څلورمې امنیتي حوزې اړوند، د سردوره ښارګوټي د جنرال رازق په څلورلارې کې د هغو درېیو تنو صرافانو د جنازې په مراسمو کې چې اوړمه ورځ د ناپېژانده وسله والو له خوا وژل شوي وو، د ماین چاودنه شوې ده.

سرچینو پرون ناوخته وویل، چې دغه پېښه کې پنځه تنه ټپیان شوي دي.

د ویلو ده، چې اوړمه ورځ ماښام یو صراف، د هغه زوی او یو همکار یې د کندز په مستوفي کوڅه کې د ناپېژانده وسله والو له خوا ووژل شول.

تر اوسه کومې ډلې په رسمي توګه د دې پېښې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

د طالبانو ځایي مسوولانو هم د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

په وروستيو کې د افغانستان له مختلفو سيمو څخه د طالبانو او عامو خلکو خلاف د ورته پېښو خبرونه زيات شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...