شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+بې څښتنه وطن / مقتصد ستړی

بې څښتنه وطن / مقتصد ستړی

میر خپله دنګه او اوږده غاړه له غروره هسکه کړه؛ تر شا کتار شویو زاڼو ته یې مخ کړ او وې ویل:
ـ نن باید ونڅېږئ او څومره چې کولای شئ خوشالي وکړئ.
یوه ښکلې او دنګه زاڼې چې په ټولۍ کې خورا ډېره د پاملرنې وړ وه، د وزرو په ټپ ټپ د میر مخې ته ودرېده او پوښتنه یې وکړه:
ـ ښاغلیه ویلای شې چې نن کومه داسې خاصه ورځ ده چې ته په کې د نڅاه امر کوې، لکه چې هېر دې کړل څو ورځې وړاندې زموږ د نازکې ملګرې تر سینه دکلاشینکوف مرمۍ ووته.
میر څو قدمه په غرور سره واخیستل؛ غاړه یې هسکه کړه او په ډېر ویاړ سره یې وویل:
ـ نن به د کمال خان روح په ارامه وي!
په ټولۍ کې د څو دقیقو لپاره حیرانوونکي خاموشي ګډه شوه او د ټولو زاڼو په ذهن کې د کمال خان له نامه سره د یو ښکارځن انسان څېره جوړه شوه.
 میر د چوپتیا ماتولو په موخه وزرونه ټپ-ټپ کړل او پسې زیاته یې کړه:
 ـ زه پوهېږم چې ستاسې ډېرې خوږې ملګرې د سیستان په لاره له کتاره جلا شوې دي؛ مګر دا ځل به ډېره خوندوره نندارئ ووینئ او په لیدو سره به یې نه یوازي دا چې د خوښۍ احساس وکړئ بلکې دا به ستاسو لپاره د ډېر ویاړ او غرور ډکه شېبه هم وي.
 میر په ډېره مستۍ سره ځان هوا ته پورته کړ او ټولۍ یې هم په یو اتفاق کتار جوړ کړ او د سیستان دښتو په لوري روانې شوې.
له یو څه اندازې ارتفاع وروسته زاڼې په هوا کي د اتڼ په څېر کړۍ شوې او له میر څخه یې د کمال خان په اړه پوښتنې پیل کړې او دا یې غوښتنه وه چې ترڅو پوري په اصلي موضوع خبرې نشي هیڅکله به د نیمروز وچو ډاګونو ته لاړې نشي؛ هغه دښتې چې له تندې سوځیدلې او په سپېره ډاګ بدلې شوې دي.
میر چې پوه شو د زاڼو حوصله پای ته رسېدلې په خبرو راغی او وې ویل:
ـ کمال خان د افغانانو، ملي شتمني او غرور دی. دا د سردار کمال خان او سردار داود خان لوی ارمان و او نن همدغه خوب رښتیا شوی او زه غواړم چې تاسو یې له نږدې ووینئ.
یوځل بیا د زاڼو په کتارونو کې شور ماشور جوړ شو او د میر تر شاوخوا تاوې راتاوې شوې؛ میر د وضعیت د کنترول په پار د کتار مابین ته شو او په ډېره باحوصله مندۍ سره یې خبرې پیل کړې:
ـ کمال خان چې یو وطندوست افغان و، سلګونه کاله وړاندې یې په نیمروز ولایت کې ژوند کاوه. هغه د نورو افغانانو په څېر هیله درلوده چې د هلمند سیند مهار او مدیریت شي، څو د نیمروز خړې دښتې لکه جنت ښېرازې کړي او د هېواد زر (اوبه) نورو ته وړیا و نه بهېږي.
نن ورځ همغه خوب رښتیا شوی او د کمال خان بند جوړ شوی، کاسه یې له ښکلو او رڼو اوبه ډکه شوې ده او له دې سره زما ۷۰۰ کلنه د زړه هیله پوره شوې، زه غواړم چې تاسو هم یې په لیدو د خوښۍ احساس وکړئ، له شوره یې خوند واخلئ او د مینې او ازادۍ سندرې زمزمه کړئ.
زاڼې په یو اتفاق په ډېره خوښۍ سره کړۍ کړۍ هسکې شوې او له مستۍ یې سندرې او اتڼونه پیل کړل.
 هامون ته له رسیدو سره سم یې د خپلې ستړیا رفع کولو په موخه کتارونه مات او د سیند غاړو ته ښکته شوې.
دوی لا اوبه نه وې څښلې چې د سیند په غاړه یوه وزرماتې زاڼې ورته را مخکي شوه او له اوښکو په ډکو سترګو یې ورته وویل:
ـ د کمال خان مستې څپې یو ځل بیا د هامون په ناولې سیند ګډې شوې؛ نه غواړم تاسو هم زما په څېر مات وزرې راستنې شئ؛ وطن د هیلو هدېره ده؛ وطن ته مه ځئ؛ وطن بې څښتنه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب