Homeخبرونهد نورستان په يوه ځنګل کې اور لګېدلی

د نورستان په يوه ځنګل کې اور لګېدلی

تاند(جمعه، د ثور ۳۰ مه) ‏‏‏‏د ‎نورستان ځايي چارواکې وایي، چې نن دې ولايت د واما ولسوالۍ د بونې سیمې ځنګل اور اخیستی.

د واما ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال مولوي مصباح الدين حیدري وايي چې د ولسي خلکو په ملتیا هڅه کوي چې اور مهار کړي.

نوموړی وايي چې د طالبانو سلګونه سرتېري او ولسې خلک یادې ساحې ته رسیدلي او کوښښ کوي چې اور کابو کړي.

تر اوسه د دغې اور لګېدنې لامل او اوښتي زيانونه نه دي په معلوم.

د یادونې وړ ده، چې افغانستان د ځنګلونو د اور لګېدنې د ورته پېښو د مهارولو لپاره پرمختللي تجهیزات نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د خبر لیکنې آرونه او اصول| نصرت الله نصرت

لیکوال: اکبر نصراللهي ژباړن: محمدآصف شینواری خپرندوی: دانش خپرندویه ټولنه چاپ کال: ۱۳۸۶ل / ۲۰۰۷ز د کتاب شمېر: ۱۳۰ مخونه ما د «د خبر لیکنې آرونه او اصول» کتاب...