یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهانس حقاني: یو شمېر افغان شخصیتونو سره په اړیکه يوو، هېواد ته...

انس حقاني: یو شمېر افغان شخصیتونو سره په اړیکه يوو، هېواد ته را ستنيږي

تاند(جمعه، د ثور ۳۰ مه) ‏‏‏له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د اړيکو او هېواد ته د ستنېدو کميسيون یې ویلي، چې یو شمېر افغان شخصیتونو سره په اړیکه کې دي او هغوی به هېواد ته ستانه شي.

د طالبانو د دغه کميسيون يوه غړي انس حقاني په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

په ورته وخت کې د طالبانو د رييس الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ ياد شوي کميسيون بیا غونډه کړې.

د طالبانو يوه وياند انعام الله سمنګاني ويلي، چې په دې غونډه کې د ياد کميسيون د عملي چارو او مطبوعاتو سره د ځينو اړوندو موضوعاتو په شريکولو بحث او خبرې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په ترکيه کې د طالبانو خلاف یو شمېر هېواد نه وتلو سیاسي مشرانو او څېرو د مقاومت یوه بله شورا جوړه کړې او له طالبانو یې غوښتي، چې يا ورسره د ټول ګډونه حکومت په جوړیدو خبرې وکړي او د ملت غوښتنې ومني، يا دې جګړې ته چمتو شي.

د طالبانو د ياد شوي کميسيون د جوړيدو شاوخوا دوه مياشتې کيږي، خو تر اوسه یې کومه عملي لاسته راوړنه نه ده لیدل شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب