یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهايران په افغانستان کې د خپلو ډيپلوماتيکو مرکزونو د امنيت غوښتنه وکړه

ايران په افغانستان کې د خپلو ډيپلوماتيکو مرکزونو د امنيت غوښتنه وکړه

تاند:( سې شنبه، د حمل ۲۳ مه) په هرات کې د ایران د کونسلګرۍ دروازې ته د قهرجنو لاريون کوونکو له اور اچولو وروسته ايراني چارواکو په افغانستان کې د خپلو دیپلوماتیکو مرکزونو د امنيت ساتلو غوښتنه کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعيد خطیب زاده په یوه خبري ناسته کې وويل، چې د دوی د دیپلوماتېکو مرکزونو امنيت ساتل د طالبانو مسووليت دی او په ترسره کيدو یې ټینګار کوي.

طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

په ایران کې پر یو شمېر افغانانو د ایراني ځواکونو جنسي تېری، د دوی شکنجه او دغه راز په رسنیزو شويو ویډیوګانو کې د ایراني ځواکونو له لوري افغانانو ته سپکې سپورې ویل په پراخه کچه د افغانانو له توندو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

پرون د ایران د دغه چلند خلاف پر هرات سربېره په کابل کې هم د ایران د سفارت مخې ته لاریون وشو.

سربېره پر دې په خوست کې هم سلګونه کسانو د ایران دا چلند د یوه لاریون په ترڅ کې وغانده.

ایراني چارواکو بیا ادعا لرله، چې افغان کډوالو سره د ناوړه چلند ويډیو ګانې د ځینو مغرضو ډلو لخوا په دې موخه جوړې شوي، چې افغانستان سره یې اړیکې ترینګلي کړي.

له دې سره راپورونه وايي، چې په هرات کې د ایران کونسلګرۍ خپل فعاليتونه درولي او له دې کبله خلک سختو ستونزو سره مخامخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب