پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهصالح د عمران خان ټویټ د هغه له ريشخندولو سره ریټویټ کړ

صالح د عمران خان ټویټ د هغه له ريشخندولو سره ریټویټ کړ

تاند:( سې شنبه، د حمل ۲۳ مه) د افغانستان د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امر الله صالح د پاکستان د ګوښه شوي صدراعظم عمران خان يو ټویټ د هغه له ريشخندولو سره ریټویټ کړ.

عمران خان په دې ټویټ کې لیکلي، چې د همدې اونۍ په چارشنبې ورځ به پېښور کې د ده په ټکیو د تپل شوي نوي حکومت خلاف ستره غونډه وکړي.

امرالله صالح د عمران خان د خواشینۍ ډک دغه ټویټ له ریټویټ کولو سره لیکلي، چې د عمران خان دغه ټویټ له يوې اوږدې مودې وروسته د خندا دلیل ورکړ.

صالح زیاتوي، چې عمران خان ته یې یو ځل له حقاني شبکې، کوټې شورا او نورو ترهګرو ډلو څخه د پاکستان د پوځ او استخباراتو د ملاتړ په اړه معلومات او اسناد وړاندې کول، چې هغه ورته وویل: د پاکستان د تحريک انصاف ګوند له واکمنیدو سره نور دا کارونه امکان نه لري.

صالح د دې کرښو له تورولو وروسته عمران خان ته د ملنډو په لنډ ليکلي:« خان خوارکی!»

عمران خان د صالح دغې کنايې ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو څو ورځې مخکې یې په ټویټر کې د نړۍ ټول مشران او نور هغه کسان، چې نوموړي په ټویټر کې فالو کول، ټول انفالو کړل.

له دې سره په ټولنیزو رسنیو کې ډېرو افغانانو د عمران خان د تحریک انصاف ګوند د مرستيال او ګوښه شوي خارجه وزير شاه محمود قريشي د هغو غوسه ناکو خبرو ویډیو هم خپره کړې او ټوکې ور پورې کړي، چې د پاکستان پارلمان نه تر وتو وروسته یې د حکومت د ګوښه کیدو په غبرګون کې کړي دي.

قریشي د حکومت له نسکورېدو څخه یې نیږدې ۱۰ ورځې مخکې په چین کې د افغانستان په اړه د یو شمېر سیمه ییزو قدرتونو د ګډې غونډې پر مهال په تمسخر آمیزه توګه ویلی وو، چې د افغانستان بحث نور پای ته رسیدلی، نور موضوعات باید بحث شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب