شنبه, اپریل 27, 2024
Home+بدخشان تر سترګو لاندې / درېيمه برخه

بدخشان تر سترګو لاندې / درېيمه برخه

بصيرالحق عادل

په تېر پسې….

موټر کې مو چای هم څښلې، بنډار مو هم کاوه. په اوږدو تونلونو ننوتلو او راوتلو تر ټولو اوږد تونل چې ۱۵؟ دقيقې مزل به مو پکې کړی وي. د هېواد پوهنتون رئيس استاد ذبيح الله فضلي د تونل منځ کې ځينې دروازې راوښودلې چې ويل يې دلته خونې وې او روسان به پکې اوسېدل. بيا اصلي تونل ته چې په غره کې دی ورسېدو. دغلته څراغونه هم روښان وو. زما يو ډول نفس تنګي وشوه، خو بالاخره تونل مو پای کړ.

د سالنګ سر ته ورسېدو. هلته مو موټر ودرواه، د تونل پر خوله (د افغانستان اسلامي امارت) ليکل شوی و. ډېره يخني وه. موږ له موټر ښکته شولو. د چای لپاره مو ککو او چاکلېټ او چپسونه واخيستل. دلته نو ماښام خپله تياره خپره کړې وه. موږ د ماذيګر او ماښام لمونځونه په موټر کې په اشاره وکړل. ځکه لاره دومره پېچلې او بنده وه چې د لمانځه پر مهال  موږ ونه توانېدو چې له موټره ښکته شو.

مخ شېوه روان شولو، تورتم ورو – ورو ډېرېده. تر سالنګ لاندې لار چې لس کلونه مخکې پرې زه راغلی وم، ماته يې ډېر خوند راکاوه. ما غوښتل دا لار بيا په رڼا کې ووينم، خو قسمت په شپه ور برابر کړو. ځای ځای مو لږه عکاسي وکړه. خو تورتم و هيڅ نه مالومېدل.

موږ پر لاره بيتونه هم ويل، موسيقي مو هم اورېده. ما به يو نيم شوخ بيت ملګرو ته ډالۍ کړ. هغوی به خوند پر اخيسته، تازه به شول او خبرې به يې شروع کړې. د بيتونو ترڅنګ مو پر مختلفو موضوعاتو بحث کاوه. کله کله به مو د اصولي صيب پر موټرچلونې بحث ګرم کړ. اصولي صيب زبردسته موټرچلونه کوله، خو يو کار يې چې زه ورسره مخالف وم او څو ځل مې لار کې ور ياد هم کړ، ناڅاپي بريک نيول و. ناڅاپي بريک ما باندې ډېره بده اغېزه کوي. اصولي چې با حوصله سړی دی وبه يې خندل. خو له موټرچلونې يې برېښېده چې له لارې سره ډېر بلد و. ځکه ځينو پېچونو کې به دومره تورتم و چې د موټر څراغونو به هم لار نه مالوموله، خو اصولي صيب به پرې د زړه له اخلاصه ورتلو او موټر به يې پرې ورسيخ کړ.

په تلو تلو کې د شيرين هوټل ته ورسېدو. شيرين بغلان ته په پرته لاره مشهور هوټل دی. له موټره ښکته شولو. د موټر مخته د وچو مېوو ښکلې ښکلې هټۍ وې. کلونه مخکې چې زه راغلی وم دغو هټيو کې کوچنۍ کوچنۍ نجونې ناستې وې او هټيوالې وې. اوس پکې ځوانان او پاخه عمر لرونکي نارينه ناست وو. ما سملاسي عکاسي شروع کړه. زما ملګرو هټيوالو ته وويل دا هلک خبريال دی. بيا مې لږې پوښتنې له هټيوالو وکړې. هټيو کې بدخشانی توت، د کندوز خټکي او قرت بيخي ډېر پراته وو. نورې وچې مېوې هم وې.

موږ هوټل ته ورننوتلو. زه د لارې په هوټلو کې معمولاً کباب خورم. کباب وچ کلک خوراک دی او اکثره وخت يې غوښه هم تازه وي. چې پوښتنه مو وکړه ويل يې کباب نه لرو. بيا ټولو ملګرو په يوه خوښه قابلي پلو راوغوښتل. که رښتيا ووايم، د قابلي پلو هيڅ مزه نه وه، خو قورمه ورسره وه، چې ډېر خوند يې وکړ. موږ پنځه نفر وو، اصولي صيب مو موټروان وو. هوټلي ته مو وويل دا موټروان دی، معمولاً هوټل والا له چلوونکو د ډوډۍ پيسې نه اخلي. ځکه سپاريان ورته راولي. له موږ يې هم د اصولي صيب پېسې وانخيستلې.

دلته مې په لومړي ځل له چای سره بادام هم وليدل چې په هوټلو کې ورکول کېږي. د افغانستان په بل هيڅ هوټل کې ما نه دي ليدلي چې مېلمنو ته دې د خوږې په قابونو کې بادام پراته وي.

له ډوډۍ او چای خوړولو وروسته هوټل سره نزدې مسجد وو، هلته مو لمونځونه وکړل. زه چې راووتلم شاوخوا مې وليدل چې د اسلامي امارت ډېرې موټرې ولاړې وې. لکه کوم لوی قوماندان چې راغلی وي، فضلي صيب له يو سپين ږيري سره خبرې کولې. چې زه يې وليدم سملاسي يې راته وويل، ملا برادر راغلی او هوټل ته د ډوډۍ لپاره پورته شوی دی، که مرکه ورسره کوې چې ورشو. زما زړه ته نه لوېدل چې د رئيس الوزرا مرستيال دې په دا نيمه شپه داسې ځای کې و مومو. فضلي صيب ته مې وويل، فکر نه کووم که موږ ته وخت راکړي. موږ موټر ته پورته شولو او مخ پر بغلان روان شولو. پر لاره مې ځان سره فکرونه کول، کاش ملا برادر ته ورغلی و او مرکه مې ورسره کړي وای. ښه چې مرکه مې ورسره کولی، ما بايد کومې پوښتنې کړې وي. د امنيت، اقتصاد، د نجونو د ښوونځيو بيا پرانيستل، راتلونکي پلانونه، سياسي وضعيت او… نه، دا پوښتنې او موضوعات بيخي تکراري دي. ما بايد ملا صيب د هغه شخصي ژوند په اړه راغږولی وای. څومره عمر لري، زده کړې يې څومره دي؟ کال وړاندې يې فکر کاوه چې په داسې يوه عمومي لار دې يو هوټل کې خوراک وکړي؟ اولادونه يې څو دي؟ هغوی لوستي دي؟ کوم ځای کې يې زده کړې کړي؟ ارمانونه دې څه دي؟ څو مېرمنې لرې؟ څه ډول خواوړه، کالي او رنګونه مو خوښېږي. همدا پوښتنې مې خپل فکر کې جوړولې. چې بالاخره له فکرونو راووتلم. مزل مو کاوه، چای مو څښلې، بنډار مو کاوه، چې د شپې نپوهېږم څو بجې وې چې بغلان ته ورسېدو.

نور په بله برخه کې. . .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب