جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهد‌ط خپلمنځي نښته او څو نورې پېښې، ۱۶ تنه وژل شوي او...

د‌ط خپلمنځي نښته او څو نورې پېښې، ۱۶ تنه وژل شوي او يو تښتول شوی کس ژغورل شوی

تاند:( سې شنبه، د حمل ۲۳ مه) له تخار ولايت څخه راپورونه وايي، چې د دې ولايت په چاه آب ولسوالۍ کې د طالبانو د يوه ازبک او پښتون قومندان تر څنګ پرون ناوخته او تېره شپه خونړۍ جګړه شوې ده.

غلام حسين مبارز او اسماعيل فاروقي د دې جګړې د دوو لوریو د قومندانانو نومونه ياد شوي.

سرچينې وايي، چې په دې نښته کې لږ تر لږه ۶ طالب جنګيالي وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو مخکې يې د خپلمنځیو نښتو راپورونه په عمومي ډول رد کړي وو.

په بل شمالي ولايت فارياب کې يوه کس، چې د قیصار ولسوالۍ د یکه باغ کلي اړوند و، پرون له لفظي شخړې وروسته خپل پلار، مېرمنه او درې نور خپلوان وژلي او د تېښتې پر وخت يې هغه طالب سرتېری هم په ډزو ويشتی، چې د هغه د نيولو هڅه یې کوله.

د افغانستان له یوه بل نارامه ولايت غور څخه بیا په یوه راپور کې راغلي، چې په مرکز فيروز کوه کې يو سړی په مرموز ډول وژل شوی.

دغه کس موټر چلوونکی و او مسافر نومیده، چې جسد یې د بهاري په نوم سیمه کې موندل شوی.

يوه ځايي طالب وياند محمد حماس پېښه تاييدوي او د عاملينو د نيولو لپاره د هڅو خبر ورکوي.

پرون په کندهار کې یو ځوان او په ننګرهار کې یوه ۳ کلنه ماشومه هم په همداسې مرموزه بڼه وژل شوي وو.

دا په داسې حال کې ده، چې طالب استخباراتو په هرات کې د انسان تښوونکو له منګولو د محمد ابراهيم په نوم د یوه کس د ژغورلو خبر ورکړی.

د طالبانو د استخباراتو رياست په یوه اعلامیه کې راغلي، چې د نوموړي کس د خوشې کولو په عملياتو کې ۴ انسان تښتونکي وژل شوي او يوه بل تېښته کړې، چې د نیولو هڅې یې روانې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب