پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان او ازبکستان د اوسپنې پټلۍ او اقتصادي مسایلو په اړه غږیږي

افغانستان او ازبکستان د اوسپنې پټلۍ او اقتصادي مسایلو په اړه غږیږي

تاند:( سې شنبه، د حمل ۲۳ مه) د اوسپنې پټلۍ ادارې لپاره د طالبانو ټاکل شوی مشر ملا بخت الرحمن شرافت د یوه لوړ رتبه پلاوي په ملتيا د ازبکستان د ځانګړي استازي په بلنه دغه هېواد ته سفر کړی.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، په دې پلاوي کې د دوی د بېلابېلو ادارو مشران ګډون لري او تمه ده چې له ازبکستاني چارواکو سره به پر بيلابيلو اقتصادي مسائلو خبرې وکړي.

 د اوسپنې پټلۍ ریاست ویاند وايي په پام کې ده، چې یاد پلاوی به د دغه سفر په ترڅ کې له ازبکستاني چارواکو سره د اوسپنې پټلۍ پر تړونونو او ستونزو، د تېرو کلونو د تړونونو مالي تصفیې او دغه راز په سرحدونو کې د اوسپنې پټلۍ د ستونزو لپاره حللارې مطرح کړي.

سرچینه زیاتوي: دا چې اوس مهال په حیرتان بندر کې د اورګاډو راتګ د ګڼې ګوڼې له وجي له ستونزو سره مخ دی، د سوداګرو مالونه ډېر وخت لپاره هلته پاتې او زیانمن کېږي، د یادي ستونزې په حل کولو سره به د سوداګرو مالونه له زیان څخه وژغورل شي او هم به د دولت په عوایدو کې زیاتوالی راشي.

د ویاند په خبره دغه راز په پام کې ده چې د طالبانو پلاوی به له ازبکستاني چارواکو سره د ټرانس هندوکش اوسپنې پټلۍ د پروژې پر پیل، رغنیزو او امنیتي چارو هم خبرې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب