Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد چینايي کمپنۍ مشر ط وزیر ته: پر کانونو د پانګونې ښه...

د چینايي کمپنۍ مشر ط وزیر ته: پر کانونو د پانګونې ښه فرصتونه برابر کړئ

تاند:( سې شنبه، د حمل ۲۳ مه) د طالبانو د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د چین د CNPCI دولتي شرکت له ریيس سره په افغانستان کې د یادې کمپنۍ د پانګونې په اړه خبرې کړي دي.

دغه وزارت د یوې خبرپانې په خپرولو سره ويلي چې په دې کتنه کې د یاد وزارت سرپرست د چین او افغانستان تر منځ د دوستانه اړیکو او د هېواد په کانونو د پانګونې په اړه خبرې وکړې.

د چین د CNPCI شرکت ريیس په خپلو خبرو کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم له سرپرست وزیر څخه وغوښتل، چې د هېوادونو د پانګوالو لپاره د افغانستان په کانونو کې د پانګونې ښه زمینه برابره کړي چې پانګه وال په ډاډه زړه پانګونه وکړي.

نوموړي همدارنګه وویل چې په دې سره به د افغانستان د ملي عوایدو کچه لوړه شي، فقر او بې وزلي به کمه او هېواد به اقتصادي پرمختګ وکړي.

د کتنې په پای شیخ دلاور ژمنه وکړه چې په کانونو د پانګونې په موخه به د پانګه والو لپاره ښه زمینه او اسانتیاوې برابرې کړي.

د یادونې وړ ده چې په دې ورستو کې د افغانستان په کانونو د پانګونې لپاره د چین په ګډون د یو شمیر هېوادنو لېوالتیا ډېره شوې ده.

يو شمېر اقتصادي شنونکي په نورو هېوادونو کې د چین پانګونو ته په اشارې سره وايي، چې دغه هېواد د اقتصادي استعمار سياستونه تعقیبوي او طالبان نه بايد د خپلې اقتصادي نا پوهۍ يا سياسي اغېزو له کبله افغانستان د چین د استعماري سياستونو قرباني کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...