Homeخبرونهقزاقستان له افغانستان سره د ۱۷ ټنه اوړو مرسته اعلان کړه

قزاقستان له افغانستان سره د ۱۷ ټنه اوړو مرسته اعلان کړه

تاند:( سې شنبه، د حمل ۲۳ مه) په کابل کې د قزاقستان سفير علیم خان یسین د طالبانو د پېښو ته د رسیدګۍ په چارو کې د دولت وزیر ملا محمد عباس آخند، سره په کتنه کې، افغانستان ته د بشري مرستو په برخه کې د یاد هېواد پر ژمنو خبرې کړي.

د باختر آژانس په حواله؛ په دې کتنه کې ملا محمد عباس آخند په تېرو کلونو کې د قزاقستان د سخاوتمندانه مرستو مننه وکړه او په افغانستان کې یې د بشري مرستو په برخه کې د دغه هېواد نقش وستایه.

هغه وویل چې دغه وزارت یو غیر سیاسي بنسټ دی چې کړنې یې د زیانمنو شویو او زیانمنېدونکو قشرونو ستونزو ته رسېدنه ده.

هغه زیاته کړه چې په روان کال کې د بارانونو کمښت د افغانستان خلک ډېر زیانمن کړي او د قزاقستان له سفیر څخه یې وغوښتل چې د افغانانو لاسنیوی وکړي.

 په کابل کې د قزاقستان سفیر ویلي، چې هېواد یې د اسلامي همکاریو سازمان د ژمنې پر بنسټ، په نيږدې راتلونکي کې به له افغانستان سره د ۱۷ ټنه اوړو او د اوبو د تصفیه کوونکو مرسته وکړي.

قزاقستان مخکې هم له افغانستان سره ورته بشري مرستې کړې وې.

1 COMMENT

  1. 17 ټنه وړه خو زه هم مرسته کولی شم او میدیا به خبره هم نکړم / دا دیوه مملکت لپاره دشرم ځای دی چی ۱۷ ټنه کمک کوی بیا یی په میدیا هم خپروی // ۱۷ ټنه یعنی نیمه لاری هاهاهاهاهاها

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...