پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهله چین څخه وروسته، روسيه هم د افغانستان سفارت ط ته سپاري

له چین څخه وروسته، روسيه هم د افغانستان سفارت ط ته سپاري

تاند: ( سې شنبه، د حمل ۱۶ مه) روسیې تاييد کړه، چې د طالبانو له لوري یې یوه معرفي کړي دیپلومات ته د کار کولو اجازه منلې او ژر به دغه دیپلومات خپله دنده پیل کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې د طالبانو له لوري دغه معرفي شوي دیپلومات ته یې ویزه ورکړې ده.

د ځينو سرچينو په حواله ویل شوي، چې د طالبانو له لوري په روسیه کې جمال ناصر غروال د طالبانو له لوري د افغانستان سفارت ته د سرپرست په توګه معرفي شوی دی.

د نوموړي په اړه نور جزییات نه دي په ډاګه شوي، خو ګومان کېږي چې بهرنيو چارو وزارت ته به له جمهوري نظام څخه په ميراث پاتې دیپلوماتانو څخه وي.

تر دې مخکې پاکستان، ترکمنستان او چین هم په نا اعلان شوي او دغه ډول د افغانستان سفارتونه طالبانو ته تسليم کړي وو.

طالبانو په وروستيو کې د خپل حکومت د نړیوال رسميت پېژندلو لپاره هڅې چټکې کړي دي.

د دوی حکومت د پاکستان په ګډون د نړۍ هیڅ کوم هیواد په رسميت نه دی پېژندلی.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت یوه مقام ذاکر جلالي څو ورځې مخکې وویل، چې د سیمې هېوادونه به یې ژر په ډله ییزه توګه حکومت په رسمیت وپیژني.

د نړیوالو اړیکو کارپوه ادریس رحماني وايي، طالبان سره له دې چې د متوازن بهرني سياست ادعا او تمثيل غواړي ولري، خو په عمل کې به دا کار ونه کړی شي.

د هغه په باور، طالبان به ژر مجبور شي، څو د ختيځ او لویدیژ تر منځ د یوه بلاک ملګرتيا وکړي.

طالبان سمدستي د سیمې هېوادونو سره نیږدې اړیکې لري او د رسمیت پېژندلو ځینې هڅې یې هم دغه هېوادونه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب