تاند:( سې شنبه، د حمل ۱۶ مه) د طالبانو د لوی مشر ملا هیبت الله اخوند زاده په نوم صادر شوی هغه فرمان د امریکا او ایران له تازه غبرګونونو سره مخ شوی، چې د نيشه يي توکيو د مخنيوي په اړه دی.
د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیر مک کري ، چې له قطر څخه خپله دنده ترسره کوي، د دې فرمان هرکلی کړی دی.
نوموړي په یوه ټویټ کې، د دې فرمان له مخې د نيشه يي توکيو ناقانونه کېدل «لومړنی مثبت ګام» بللی او ویلي، چې دا تصميم باید عملي شي.
د امریکايي شارژدافیر په وينا، د کړنو سالم والی او قانوني کيدل به د افغانستان له اقتصاد او همداراز د دغه هېواد له خلکو سره مرسته وکړي.
بل لور ته: د نيشه يي توکيو پر وړاندې د ايران د مبارزې د ادارې مشر اسکندر مومني له طالبانو غوښتي، چې د نيشه يي توکيو ټول ډولونه منع او پر اعلان شوي دغه فرمان عمل وکړي.
هغه په مشخص ډول ویلي، چې د نيشه يي توکيو ټول « سنتي او صنعتي» ډولونه باید منع شي.
ایراني مقام د طالبانو په تېره واکمنۍ کې د نيشه يي توکيو پر وړاندې جدي اقداماتو ته په اشارې وويل، چې د هماغسې جدي اقداماتو د تکرار په هيله دي.
د طالبانو لوی مشر ملا هیبت الله اخوند زاده ته په يوه منسوب فرمان کې، چې د وري پر ۱۴ مه اعلان شو د کوکنارو او نورو نيشه يي توکيو د کښت، کاروبار او استعمال د مخنیوي حکم وشو.
د افغانستان يو شمېر سياسي څېرو او له هغې ډلې محمد عمر داودزي د دې فرمان هرکلی وکړ، خو د ملي امنيت دوو پخوانيو رییسانو: امرالله صالح او رحمت الله نبیل او يو شمېر طالب ضدو څېرو وویل چې طالب مشران خپله له ډېره وخته د نيشه يي توکيو کاروبار کوي او د جګړې د مالي تمويل يوه مهمه سرچينه يې همدا کاروبار و.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې کرل شوي فصلونه به نه وهل کیږي، خو د نورو نيشه يي توکيو د کر اجازه نه ورکوي.
له دې سره د افغانستان له سويل څخه راپورونه وايي، چې له دغه اعلان سره د ترياکو بيه څو چنده لوړه شوې.
طالبانو په دې اړه پر ځان تازه تورونو ته غبرګون نه دی ښودلی.