شنبه, اپریل 27, 2024
Home+عمران خان او پاکستان| دولت وزیري

عمران خان او پاکستان| دولت وزیري

انګرېزانو داسې نه انګېرله چې دوی به له هند څخه وتلو ته اړ شي. دوی په هېڅ صورت دې ته چمتو نه وو چې دغه ستراتیژیکه سیمه له لاسه ورکړي. خو په دویمه نړیواله جګړه کې انګرېزانو ته ډېر زیان ورسېده. دوی اړ شول هندوستان ته له جګړې وروسته د خپلواکۍ ژمنه ورکړي. کله چې جګړه پای ته ورسېده، دوی له یوه مخکې تر مخکې جوړ شوي پروګرام سره رامخې ته شول، تر څو په سیمه کې خپل نفوذ وساتي. د پروګرام له مخې د هندوستان وېشل او د خپلو شومو موخو لپاره د پاکستان په نامه د یوه هېواد را منځته کول وو.

د پاکستان تر څنګ دوی په سیمه کې نور ډېر جنجالونه هم را منځته کړل. پښتونخوا چې د افغانستان خاوره وه پاکستان ته ورکړه. پنجاب يې سره دوه ځايه کړ. د هند په منځ کې بنګال يې پاکستان ته ورکړ. د کشمیر پر سر يې هم لویه لوبه په سیمه کې تر شا پرېښوده. بلوچستان چې یو خپلواک هېواد و او په هېڅ صورت يې په پاکستان پورې اړه نه لرله پاکستان ته حواله کړ.

انګرېزان خپلو موخو ته ورسېدل، هر وخت چې وغواړي په سیمه کې کړکېچ را منځ ته کولای شي. له ١٩٤٧ م کال څخه تر ١٩٥٦ م کال پورې مستقیما پاکستان د انګرېزانو له خوا اداره کېده. لومړی ځل په ١٩٥٦ م کال اساسي قانون جوړ او پاکستان د اسلامي جمهوریت په نامه یاد شو. له ١٩٥٦ م کال راهیسې په پاکستان کې نظامیان یا په مستقیمه توګه او یا د پردې تر شا په واک کې دي. دا د انګریزانو سیاست و، چې هر څه د نظامیانو پر خوښه پر مخ ځي.

که د نظامیانو خوښه وي ملکي حکومت او که کله يې زړه شي بیا نظامي حکومت اعلانېږي. لویې بېلګې یې د فیلد مارشال ايوب خان د ١٩٥٨ م کال د اکتوبر د ١٧ مې نېټې کودتا وه چې د جمهور رئیس سکندر میرزا حکومت ته یې د پای ټکی کېښود او لس کاله یې واکمني وچلوله، جنرال یحیی خان په ١٩٦٩ م کال د کودتا له لارې واک ملکي حکومت یې د کودتا له لارې ړنګ او ١١ کلونه يې تر ١٩٨٨ م کال پورې واکمني وچلوله او جنرال پروېز مشرف د ١٩٩٩ م کال د اکتوبر د ١٢ مې کودتا چې د نواز شریف ملکي حکومت ته ورسېد.

 جنرال یحیی خان درې کاله واکمن و او بنګلدېش د ده د واکمنۍ پر مهال له پاکستان څخه جلا شو او له دې وروسته پاکستان د جمهوري فدرال اسلامي دولت په نامه یاد شو، جنرال ضیاالحق چې د ١٩٧٧ م کال د ذوالفقار علي بوټو  یې ختم او ٨ کلونه واکمن و. دوی ټول د نظامي کودتاوو له لارې د تش په نامه ملکي حکومتونو پر ځای رامنځ ته شوي وو. که وګورو پاکستان د جوړېدو له ورځې نږدې لس کاله د انګرېزانو او نږدې ٣٢ کاله د نظامیانو له خوا په مستقیم او ٣٣ کلونه د ملکي حکومتونو په نامه په غیرمستقیم ډول د نظامیانو له خوا اداره کېږي.

د پاکستان رامنځته کېدل د انګرېزانو پروګرام او پلان و، څرنګه چې تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته د امریکا متحده ایالتونه د شوروي اتحاد تر څنګ د یوه زبرځواک هېواد په توګه نړیوال سیاست ته راووتل. کله چې شوروي اتحاد په ١٩٧٩ م کال پر افغانستان وسله وال یرغل وکړ، انګرېزانو پاکستان د شوروي اتحاد پر ضد سنګر وټاکه او په لوی لاس یې امریکا د شوروي اتحاد پر ضد مبارزې او مرستې ته راوبلله. امریکایانو د افغانانو په همت او قربانیو شوروي مات، ړنګ او په خپله د ډګر اتلان شول.

دلته چې ډېره اړینه خبره ده هغه دا ده که مخکې يوازې انګرېزانو د پاکستان په سیاست کې لوی لاس درلود، اوس د ډالرو واکمن امریکا د پاکستان په سیاست کې لومړۍ خبره کوي.

د پاکستان ٩٥ سلنه نظامیان د انګلستان او د امریکا د متحده ایالتونو له خوا روزل شوي دي. په هېڅ صورت په پاکستان کې ملکي حکومتونه د دې واک نه لري، چې د امریکا او انګرېزانو د رایې مخالف سیاست غوره کړي.

اوس هم خبره همداسې ده. عمران خان پر پچه وخوت کشمير يې ولید. مانا دا چې ده فکر وکړ، چې دی کولای شي د نظامیانو د نظر خلاف سیاست وکړي. حال دا چې پاکستان په پورونو کې تر سره ډوب او د نظامیانو لګښت یې ټول وخت د امریکا له خوا تمویلېږي.

سمه ده چې چین اوس ستر اقتصادي ځواک او روسیه هم کوښښ کوي چې په نړیوال ډګر کې ځان ورو- ورو تثبيت کړي. خو عمران خان ونه شو کړای چې حالات سم تحلیل کړي.

چین او روسیه تر اوسه په نړیواله کچه د امریکا په مقابل کې ډغرې نه شي وهلای. چین په افغانستان کې هم د مرستو ژمنې کوي، خو د ملګرو ملتونو په غونډه کې له افغانستان سره یې د مرستو کچه دوه ملیونه دالره وه، چې د مرستو ورکوونکو هېوادونو په ډله کې د پای له خوا د جدول دویم هېواد دی.

عمران خان لاړ، خو پاکستان د پخوا په څېر د نظامیانو په لاس کې دی. کوم لوی کار نه دی شوی، درې میاشتې وروسته به ټاکنې تر سره شي، څوک چې د نظامیانو په زړه وي هغه به رامخې ته شي. وایي:

«چیزیکه عیان است چی حاجت به بیان است» او يا وایي: «خپل کور یا خپل ګور.» د خپل هېواد په فکر کې ملي یووالي ته ژمن شئ، هېواد مو وساتئ او یو او بل ته درناوی وکړئ. د بریالیتوب لاره همدا ده.

3 COMMENTS

  1. ښاغلی وزیری صاحب ډیره مننه، تر ټولو غوره خبره همدا ده چه تاسو په پای کی لیکلی ده چه ( «خپل کور یا خپل ګور.» د خپل هېواد په فکر کې ملي یووالي ته ژمن شئ، هېواد مو وساتئ او یو او بل ته درناوی وکړئ. د بریالیتوب لاره همدا ده.)

    خو زه به هم په اخر کی ولیکم چه الله ج دیی ډیر ژر پنجابستان یا په اصطلاح پاکستان د نړی د نقشی څخه ورک او پنجابیان دیی خپل پخوانی وطن هندوستان ته مهاجر او احتیاجمند کړی.

  2. ښاغلی وزیری صیب مننه له لیکنی مو!
    تاسی په خپله لیکنه کی لیکلی وو چی انګریزانو د خپل سیاسی نفوذ ساتلو لپاره پاکستان را مینځ ته کړ کله چی روسانو په افغانستان یرغل وکړ انګریزانو پدی حساس وخت کی د امریکا لپاره له پاکستان څخه ګټه پورته کړ همدی انګریزانو ددی پخاطر چی روس ګرمو اوبو ته ځان ونه رسوی د پاکستان له خاوری ګټه پورته کړه او دغه انګریز قانون لرونکی هیواد چی د خپل بادار د نقشی په اساس د پښتنو وژلو لپاره په افغانستان کی نظامی او سیاسی لاسوهنه کړی دلته د هر دیمکراتیک او جمهوریتی او اسلامی نظامونو په وړاندی خنډونه جوړ کړی دی
    بیلګی په ډول: خلق او پرچم ګوند په پاکستان کی شته مګر دلته (افغانستان کی) خلق او پرچم یی کافر او روسان یی ملحد ګڼل مګر کله چی مجاهدین بریالی شول لومړی یی داخلی جګړو ته د قدرت لپاره وهڅول او بیایی د طالبانو تحریک د هغوی پرضد را پورته کړل.
    بیاځلی یی همدا طالبان لاس تړلی امریکایانو ته په لاس ورکړل او ددوی اسلامی نظام یی ور ړنګ کړ، مګر کله چی پوه شول دلته جمهوریت قوی کیږی او زیربنایی پروژو باندی کار کوی بیاځلی طالبانو را ژوندی او د رورسیی او چینایی او ایرانی وسلو سمبال کړ او د کرزی او غنی پر ضد ترینه ګټه پورته کړ، همدارنګه یی یوه بله ډله چی طالبان او د غنی حکومت ورباندی وډاروی د داعش په نوم ډله یی را مینځ ته کړ مګر نړی (امریکا او اروپا) پدی پوه شوی چی پاکستان (پنجاب) څه وایی هغه نه کوی
    باید ووایم چی روسیه پدی پوه ده او دا معلومات هند او مخکنیی کمونست پلوه کسانو پدی ۴۵ کلنه جګړه په هکله معلومات درلودل، روسیی ته یی ویلی چی پآکستان هغه هیواد چی د انګریزانو په اشاره د امریکا د ډالرو په مقابل کی یی پخوانی مجاهدین ډلی همدی پاکستان تربیه کول مګر ورځ راغله چی همدا عمران خان همغه روسیی کی ناست په اکراین باندی د جګړی امر کیږی پدی حساس وخت کی امریکا ، برتانیه ورڅخه لاره جلا کړیده، باید ووایم چی پدی ۴۵ کلنه او ۲۰ کلنه جګړه کی افغان ولس د خپل نا معلوم دښمن ته (پنجاب) دومره بد دعا کړی کیدای شی چی د الله تعالی په دربار کی قبوله شوی وی
    کله چی عمران خان چین او روسیی سره نږدی اړیکی پالی او امریکا ورته په غوسه کیږی او بیا پخپله داسی ادعا کوی چی زما اړه بهرنی یا د امریکا سازش دی او دلته روسیه هم پخوانی غچ اخیستلو آماده باش ولاړ ده کچیری پاکستان بیرته امریکا طرف ته ځی نو چین او روسیی ترینه لار جلا کوی او کچیری روسیی سره پاتی کیږی نو امریکا په هند باندی سرمایه ګذاری کوی کیدای شی د هند او پآکستان بیاځلی د جګړی شروع کیدو او چین او هند ترمینځ جګړه امکان او بیا د امریکا له هند سره لاس یو کوی پدی حالات پاکستان له اقتصادی پلوه زیان لیدلی او همدارنګه ټی ټی پی او بلوڅ ملتپال هم خپله مبارزه جاری ساتلی چی دا هم مثب ګام دی زموږ افغانانو لپاره کیدای شی پدی وخت د امارت ځینی نظامی کسانو کیدای خپه شی او ځینی وطن دوست کسان خپل هیواد لپاره یو څه وکړی

  3. سلامونه،
    ورور جنرال صاحب وزيري د پاکستانیانو ۷۰ کلن تاریخ د تولد مو ښه په لڼډو ټکو واضح کړی دی.
    زه بیا وایم چې دا مونږ ۶کروړه پښتانه/پوختانه+چند ملیونه افغانان او نپوهیږم څو ملیونه بلوڅان ولې دومره بېعقل او لاشعوره شو چې د هغه پنجابي چې خپله کلیمه سمه نه شي ویلای او د نړۍ هر ګُټ کې چې ترهګر وي د دوی سره لکۍ نښلوي ، پر اوامرو/ خا جي او آو جي !! خپل خواږه ژوندونونه بیرته د همهاغو انګریزانو/امریکونیانو او… چې ۲پیړۍ مخکې مو ورسره د آزادۍ لپاره غزا ګانې کړي؛ له لاسه ورکوو او کریډټ ېې بیرته همدوی تور چواړیان په نړیوالو او ګاوڼډیو -سیمه ایزو محافلو کې همدوی اخلي. زمونږ فقیر چارسمبالیان څوک مجلس او فوټو اخستو ته هم نه پریږدي حتی د کریکیټر عمران .خ. په دوران کې چې له مور او پلار له خوا پختون و؟؟
    تر څو به دا لوبې روانې وي؟؟؟. زما په فکر، لر او بر پښتانه /افغانیان دې سره د بلوڅانو پر یو ټغر راټول شي او د پنجاب، انګریز، امریکې ،او…. سفیران مفیران دې وشړي او خپل دوست او دښمن ملکونه دې وپیژني ، او ستاسو خبره (ملي یووالی ) او یو بل ته درنښت وکړي.
    څنګه مې چې ګڼې، همغسې به دې ګڼم!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب