دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهد غزني په اندړو کې په لومړي ځل د نجونو ښوونځی جوړ...

د غزني په اندړو کې په لومړي ځل د نجونو ښوونځی جوړ شو

تاند:(جمعه، د حمل پینځمه) ‏طالب چارواکي وايي چې ‏د ناروې په مالي ملاتړ د غزني د اندړو ولسوالۍ په بازار کې د نازو انا د نجونو د لومړني ښوونځي لپاره د ۱۶۵ زرو امریکايي ډالرو په لګښت ودانۍ جوړه او پرانیستل شوه.

طالبانو ویلي چې دا په ياده ولسوالۍ کې د نجونو لومړنی ښوونځی دی، چې جوړيږي.

خو طالبانو دا یادونه نه ده کړې چې په تېرو شلو کلونو کې دوی په اندړ او ګڼو نورو پښتني سیمو کې د نجونو د ښوونځیو مخه نیولې وه.

د څايي چارواکو په وينا، په دغه ښوونځي کې ۵۰۰ نجونې په زده کړو بوختې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په ټولو سیمو کې طالبانو د خپل لوی مشر ملا هیبت الله اخوند زاده په امر له شپږم ټولګي څخه د نجونو پورته ښوونځي تر نا معلومې مودې تړلي دي.

4 COMMENTS

  1. که همدې منافق او دشيطان پنچابی غلام دالخور تالب په هر کلي او ښار کې د مکتب ضد نه وی کړای لا پخوا به جوړ وو، خو چيرته به چې مکتب وو،هلته به دې کرغوړيونو او منافقانو مکتب ته خلک منعې کول، وژل، او به ورته اچاوو، مالمان به په يو نوم او بل نوم وژل يا له بې معليمي پريښوده، په همدې اندړو کې دې غزني کې او اندړو کې يې څومره بې ګناه د خلکو سرونه ور پرې نه کړل، د مور په مخ کې يې ورته چړې په ستوني ور تېرې نه کړې…اوس بيا وايي د نجونو مکتب
    .. الله مو غرق کړه، تبا سی، نسل مو ورک سه

  2. ريښتیا هم چی په اندړو کی تر ټولو زیات قتلونه وشول خدای دی ورته اجر ورکړی ډیر بیګناه اندړ په ډیر زجر او شکنجه ووژل شول خوشی بی فایدی هسی دامریکی لوبه وه قتل زموږ پکی وخوت دا څلویښت کاله د بهرنیو لوبه ده نور به هوښیار نشو؟

  3. ښاغلي وحيد درانه سلامونه
    ستاسو د ليکني په تاييد دومره زه غواړم چي ور سره کډ کړم چي په هغه کچه اندړ چي قاري بابا او طالبانو ووزل نه روسانو اونه امريکايانو اندړ وزلي.
    غلت پوه نسو داخري دواړو ملومه خبره ده چي بشري خيانت کړي خو قاري بابا او طالبانو چي خپله اندړمجاهد، وو د بي رحمي ريکاټونه په اندړوکي مات کړل. پاته د نه وي رباني اوکړيو به يي هم امريکايانو ته ويل چي غټ غټ بمونه ورباندي وغورزوي. لنډه داچي له نني طالبه تر کمونستانو پوري په اندړو کي ټولو خپلي د وحشت او قتل تجربي وازمويلي

  4. خلاصه یی کړی د هغه ښه ملا او طالب خور او مور غی سره یی له مجاهدینو او کمونیستانو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب