یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Home+ښځه / رحمت شاه فراز

ښځه / رحمت شاه فراز

کتاب: د بدلون پر لور

بشري ټولنه په دوو اساسي ستنو ولاړه ده: ښځه او سړی. دا نړۍ د ښځې له شتون پرته نشت ده، او که بل خوا سړی نه وای نو بیا به هم دا نړۍ نه وه. د بشري ټولنې اساس ښځه او سړی دواړه په ګډه جوړوي، دواړه له یو بل پرته نیمګړي دي او نه شي کولای چې رښتینې ارامتیا او هوساینې ته ورسېږي. دواړه د یو بل د اړتیاوو د پوره کولو لپاره پیدا کړای شوي. د خلقت له مخې په دواړو کې هېڅ ډول تفاوت او توپیر نشته. د دواړو ریښه یوه ده او له هر اړخه دواړه سره برابر دي. په دوی کې حاکم او محکوم نشته، آمر او مامور نه لري، او کم او زیات نه لري، ښځه په خپل ذات کې ناقص العقله نه ده، او د سړي په اړه دا تصور ناسم دی چې د ښځو په پرتله ډېر عقلمن او هوښیار دي. د دې نړۍ رښتینې سوکالي او پرمختګ هغه مهال ممکنه کېږي چې کله دواړو ته په نړۍ کې په مساوي او ورته ډول برخه او حقونه ورکول شي، له دې پرته د نړۍ پرمختګ د خپل اساس له مخې یو ناشونی کار دی. 

د انسان په ژوندانه کې ښځه ګڼ رولونه لوبوي. انسان وړوکی، بې وسه او ناتوانه وي، نو ښځه د مور په شکل کې را وړاندې کېږي او له مینې او ارامتیا ډکه غېږه کې ځای ورکوي. په هلکوالي کې یو چاته اړتیا لري چې لوبې ورسره وکړي، ښځه د خور په شکل ورسره وي. په ځوانۍ کې یوه ملګري او داسې چاته اړمن وي چې د خپل زړه حال او راز ورته ووايي، ښځه يې د مېرمنې په ډول په خوا کې وي. په زړښت کې یو چاته اړتیا لري چې خدمت يې وکړي، ښځه يې د لور په بڼه هر امر ته تیاره ولاړه وي. د انساني ژوند په هر پړاو فکر وکړئ، یوه برخه به هم داسې ونه مومئ چې هلته د ښځې شتون مو تر سترګو نه شي. 

خو له دومره ملتیا او ملګرتیا تر څنګ هم ښځه زموږ د ټولنې تر ټولو بې وزلی او مظلوم مخلوق دی. د ښځو حقونه تر پښو لاندې کول، په میراث کې برخه نه ورکول، زده کړو يې ته نه پرېښودل، د کار لپاره له کور څخه د وتلو اجازه نه ورکول، د یوې محکومې او مظلومې طبقې په ډول چلن ورسره کول، تر دې چې کله نا کله یې انسان هم نه ګڼل، دا ټول هغه څه دي چې زموږ د ټولنې په هر کونج کې لیدل کېږي. 

د ښځو پر وړاندې تر ټولو لوی تاوتریخوالی او ظلم دا دی چې دوی زده کړو ته نه پرېښودل کېږي. له ماشومتوبه نیولې تر پیغلتوب پورې یوه ښځه د کور په کارونو بوخته وي او کله چې واده شي بیا د خپلې خواښې او خسر په ظلمونو او د خپل مېړه په خدمت کې خپل ټول ژوند قرباني کړي. 

د ښځو پر وړاندې دا تاوتریخوالی ژور شالید لري چې دلته به يې په دوو اساسي ټکو کې را لنډ کړو: 

یو، د ښځو په اړه تر ټولو ناسم تصور او غلط لیدلوری زموږ ملایانو خلکو ته ورکړی. د ښځو په اړه به ملایان هغه خبرې کوي چې یو شریف النفس انسان يې په خوله هم نه شي راوړلای چې ځینې به يې د خبرې د اثبات لپاره دلته را واخلو: ((ښځه باید له کور څخه ونه وځي. که ښځه له کور څخه راووتله، بې دینۍ ته لار هوارېږي. ښځه د شیطان ځاله ده. ښځه زده کړو ته هېڅ اړتیا نه لري ځکه چې بیا بې لارې کېږي. الله تعالی ښځه د کور لپاره پیدا کړې…)) او داسې نورې ډېرې بې بنسټه او له علم او عقل لرې خبرې ترې اورېدل کېږي چې د اسلام په سپېڅلي دین کې یې اصلا لوری و درک نه وي. دا چې زموږ د ټولنې اکثریت وګړي له علم او پوهې څخه لرې پاتې شوي، او د ملا اغېز يې ډېر زیات په زړونو کې ناست دی، نو دا دواړه (د خلکو ناپوهي او ملا) سره یو ځای شوي او ښځه يې له خپل ژوند څخه بېزاره کړې. 

دوهم فکتور چې په دې برخه کې يې ډېر کرغېړن رول لوبولی هغه ټولنه ده. او د ټولنې د دې رول تر ټولو لوی لامل ناپوهي ده. ناپوهي هغه ناروغي ده چې د یوه انسان عقل او فکر ورستوي او د بصیرت سترګې يې ور پټوي. د ناپوهۍ پر مهال یو انسان ښه او بد نه ويني. زموږ د ټولنې ټول هغه کسان چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په برخه کې يې پایڅې را بډ وهلي وي، داسې نه وي چې هغوی دا کار د کومې ټولنیزې، مذهبي، اقتصادي یا سیاسي مجبورۍ له مخې کوي، بلکې هغوی دا کار ښه ګڼي او ښه هم هغه ((ښه)) نه وي چې علم او عقل يې ((ښه)) ګڼي. بلکې د دوی د پوچ مغزو ذهنونو زېږنده وي. هر ګوره چې له دوی نه د ناپوهۍ دا تیارې ایسته شوې، هغه ورځ به دوی پوه شي چې پخپلو کړنو کې څومره تېروتي او کارونه يې څومره د عقل خلاف وو. دا امکان نه لري چې په ټولنه کې دې ناپوهي پاتې وي او د ښځو پر وړاندې اوسنی روان وضعیت دې تغیر وکړي. نو له هر څه وړاندې باید د ښځو په اړه زموږ د خلکو تصور بدل او په دوهم قدم کې زموږ پر اذهانو باندې د ملایانو اغېز له اوبو سره لاهو کړای شي. 

خو دا کار د هغو ښځو له شتون پرته ناممکنه ده چې د مسایلو سم درک يې کړی او د ستونزې په هر اړخ يې ځان پوه کړی. پکار ده چې په دې برخه کې هغوی را وړاندې شي او د نورې نړۍ د ښځو په څېر د خپلو رښتینو او اساسي حقونو – چې علم او عقل يې غوښتنه کوي – غوښتنه وکړي. په دې برخه کې یوه لویه ستونزه د ښځو وېره وي، له کورنۍ وېره، د ټولنې له خوا د رټل کېدو وېره، او داسې ګڼې وېرې د ښځو په ذهنونو کې را ټوکېږي؛ خو دوی باید پوه شي چې که په رښتیا هم کوم څه چې دوی غواړي هغه حق دي، نو ټوله نړۍ به له دوی سره اوږه په اوږه شي ځکه د حق د ترلاسي لپاره هېڅوک یوازې او بې وسه نه دی پاتې شوی. د بشري تاریخ له ځغلندې کتنې څخه دا خبره له ورایه برېښي. دا کار یوازې باید په لویو لویو ښارونو کې ونه شي، بلکې په هغو لرې پرتو سیمو کې هم وشي چې ډېری کونډې د خپلې خواښې او خسر تر ظلمونو، ډېری یتیمانې د نورو د تېري ښکار، ډېری بااستعداه او تکړه نجونې له زده کړو لرې، ډېری میندې د خپلو زامنو او مېړونو له لاسه په تریخ ژوند او داسې ډېرو نورو ناخوالو کې ژوند تېروي. که غواړو دا ټولنه د بریا هسکو ته ورسوو او له نړۍ سره يې سیاله کړو، نو پکار ده چې د دې ټولنې په علم سنباله او پوهې ښځې را پورته شي. 

په دې ځای کې به د ښځې د ژوند هغه دوه پړاوونه تر څېړنې لاندې ونیسو چې د ښځو په ژوند کې د ستونزو او ربړو د را ټوکېدو اصلي پړاوونه دي: 

۱- له واده مخکې پړاو: دا پړاو د یوې ښځې له پیدایښت څخه پیل کېږي او بیا تر هغې ورځې پورې دوام کوي چې کله خپل پلرنی کور پرېږدي او د خپل ژوند له ملګري سره د ژوند تېرولو تړون وکړي. 

په دې ټولنه کې د یوې ښځې بدمرغي تر دې ځایه رسېدلې چې د یوې نجلۍ په پیدایښت او زوکړه خوشالي هم نه کېږي، بلکې په کوم کور کې چې نجلۍ پیدا شوې وي، هلته د غم او خفګان ټغر خور وي او یو بل ته زېری او یا مبارکي هم نه ورکول کېږي! د نجلۍ هرکلی په خوشالۍ او مینه نه کېږي، بلکې د یوې نجلۍ لومړۍ ورځ لا دا په ډاګه کوي چې دا ټولنه د نارینه وو کور دی او ښځه دلته یو بې حیثیته موجود دی.  

له زوکړې وروسته د نجلۍ روزنه پیل شي. د روزنې په برخه کې څومره پام چې یو پلار خپل زوی ته کوي، خپلې لور ته يې نه کوي، او تر دې پورې چې داسې زړونه هم شته چې تر هغو پورې د لور څېره لیدل هم نه خوښوي تر څو پورې يې چې  لور پخپلو پښو مخې ته نه وي راغلې او مخامخ ورته ونه درېږي. هلکان په ماشومتوب کې د قرآن کریم د زده کړې لپاره جومات ته لېږل کېږي، خو نجلۍ له دې امله چې په راتلونکي کې به ښځه وي، جومات ته نه لېږل کېږي او د علم او حکمت له لویې سرچینې څخه د ټول ژوند لپاره بې برخې پاتې شي. دلته هغه نجونې نېکمرغه دي چې الله ورته په علم سنباله او په دین پوهه میندې ورکړې وي. د نجونو ښوونځیو ته د لېږلو خو هېڅ پوښتنه نه پیدا کېږي، او که کومه نجلۍ ښوونځي ته د تګ اجازه یا غوښتنه وکړي، نو د هغې بې وزلې په وړاندې ډول ډول له ځانه جوړې شوې کیسې پیل شي چې فلانۍ نجلۍ هم ښوونځي ته تله او مور او پلار يې هېڅ خیر ترې ونه لید. حال دا چې ډېری دا کیسې پر دروغو بنا وي. بله دا چې، دا ډول مور او پلار دې دا نه هېروي چې ډېری تعلیم یافته ځوانان هم شته چې له هغو ځوانانو څخه ډېر بې لارې او بې خیره دي چې زده کړې يې نه دي کړې، نو له نن نه وروسته دې هلکان هم ښوونځیو ته نه لېږي!

دا چې یوه نجلۍ ښوونځي ته نه شي تللی، نو هرومرو د کور کارونو ته پاتې کېږي. د بې تعلیمه کورنیو میندو یوازینۍ هیله دا وي چې لور يې د کور په کارونو کې تکړه شي، ډوډۍ پخول يې ښه زده وي، پخلی وکړای شي، او د کور په جارو کولو کې تنبلي ونه کړي؛ او ټول پام يې همدې ته وي. د دوی د دې شوم ګام له امله هغه نجلۍ چې الله تعالی د دې ټولنې د یوې لويې اړتیا پوره کولو لپاره دې نړۍ ته را استولې وي، هغه اړتیا نیمګړې او نابشپړه پاتې شي. ښايي دا نجلۍ الله تعالی د دې لپاره خلق کړې وي چې یوه ښه ډاکټره شي او د خپلې ټولنې د ښځو درملنه  وکړي، ښايي یوه تکړه انجینره، دیني عالمه، ویانده، وکیله، وزیره او یا هم داسې ولسمشره شي چې د هېواد د ټول برخلیک او سرنوشت لپاره د تغیر او بدلون لامل وګرځي. زموږ خلک باید په دې پوه شي چې الله تعالی ښځه د نړۍ د یوې نیمګړې برخې د بشپړولو لپاره خلق کړې، که موږ اجازه ور نه کړو، نو په حقیقت کې به مو د الله تعالی د ټاکلې طرحې په خلاف ګام اوچت کړی وي. 

له دې ټول نامساوي او پر ظلم بنا چلند سربېره، تر ټولو ستر تېری له یوې ښځې سره هغه مهال ترسره کېږي چې کله د هغې له اجازې او خوښې پرته د هغې د ژوند تر ټولو لویه یعنې د خپل ټول ژوند د یو چا په نوم کولو، پرېکړه کېږي. په دې برخه کې زموږ په ټولنه کې له یوې نجلۍ د هغې خوښه او اجازه غوښتل یو شرم او تابو ګڼل کېږي. او که یوه نجلۍ د نیوکې غږ اوچت کړي، نو د هغې بې وزلې ژوند په همدې نړۍ کې د دوزخ ژوندۍ بېلګه وګرځي. په دې ځای کې هغه ستر ظلم تر بحث لاندې نه دی چې یوه نجلۍ په بدو کې ورکول کېږي یا د ډېرو پیسو په بدل کې یوه عمر خوړلي سپین ږیري ته ورکول کېږي او یا په ځینو ټولنو کې په ماشومتوب کې لا د خپل قوم د یوه کوچني ماشوم هلک په نوم کېږي؛ دا ټول ځکه تر بحث لاندې نه نیسو چې په دې ځای کې زموږ موخه دا ده چې د یوه انسان ناوړه چلندونو ته کتنه وکړو، دا کوم څه چې یاد شوو دا د یوې انساني ټولنې تر ټولو شرمناکه او حیواني څېره ده. او له دې پورتنیو دودونو او کارونو څخه را ټوکېدونکې پایلې هغه څه دي چې د انسان اروا لړزوي. د خپل ژوند د ملګري غوره کول د ښځې خپل حق دی او که موږ دا حق ترې واخلو، نو خپل انسانیت به مو تر پښو لاندې کړی وي.

۲- له واده وروسته پړاو: د ښځې د ژوند لومړنی پړاو د واده په ورځ پای ته رسېږي او دوهم پړاو يې پیلېږي. په دې پړاو کې ښځه له یوې مخې یوه نوي او بېل ځای کې پښه ږدي. د مور او پلار په ځای خواښې او خسر وي؛ د وروڼو او خویندو په ځای لېورونه او خوښینې وي؛ دا پخپله د یوې خور او لور په ځای ناوې، نږور او مېرمنه شي. که د ښځې په وړاندې د لومړني پړاو مسؤلیت لرونکي کسان په دې پوه شي چې په دوهم پړاو کې یوه ښځه یوازې له یوه کور څخه بل کور ته نه لېږدول کېږي، بلکې د هغې ټول ژوند، چاپېریال، اړیکې، رول، کرکټر او شخصیت تغیر کوي، نو فکر نه کوم چې د نکاح او واده مسئلې سره به یوازې د پټو سترګو د معاملې په څېر چلند وکړي. 

له واده وروسته پړاو د ټولو ښځو لپاره یو شان نه وي، بلکې له یو بل سره توپیر لري چې دلته به په هر یوه بېل بېل لنډ بحث وکړو او دا پړاو د واده پر هغه تړون بنا وي چې د لومړني او دوهم پړاو د مسؤلینو ترمنځ شوی وي او د تړون هر ډول خپلې خپلې پایلې لري: 

۱- یو هغه تړون دی چې زموږ په ټولنه کې د بدل په نوم یادېږي. د دې تړون نوعیت داسې دی چې یو لوری خپله لور مقابل لوري ته د هغه د لور په بدل کې ورکوي. دا تړون د حنفي فقهې له مخې یو مکروه تړون دی، خو زموږ په ټولنه کې په پراخه ډول دود دی. د دې تړون پایلې ورو ورو ځان نه ښکاره کوي، بلکې له لومړۍ ورځې د دې تړون ژوند ویجاړوونکي نتایج پیل شي. په دې تړون کې یوازې د یوې ښځې ژوند عذاب نه ګرځي، بلکې د دوو ښځو ژوند هم مهاله تریخېږي. څنګه چې دا تړون د مساواتو په اساس شوی وي، نو دواړو خواوو ته له هغو بې وزلو ښځو سره چلن هم د مساواتو په اساس، ورته او یو ډول ترسره کېږي. که یوه لور ته پر ښځه ظلم کېږي، نو دې بل لور ته هم پرې کېږي؛ که هلته ښځه وهل او رټل کېږي، نو همدا څه دې بل لوري ته هم ورسره کېږي. او څنګه چې د یوه لوري ژوند له کړاوه ډک وي، په همدې ډول د هغه بل لوري ژوند هم د زهرو ګوټ تېرول وي. زموږ خلک باید په دې پوه شي چې ښځه یو انسان ده، او هېڅکله باید د بارتر د اصولو له مخې د اوزګړو او پسونو په څېر تبادله نه شي. 

۲- دوهم ډول هغه دی چې د نجلۍ په بدل کې پرېمانه پیسې اخیستل کېږي. د دې ظلم اثار یوازې د ښځې تر ژوند پورې محدود نه وي، بلکې د هلک ژوند ته يې هم لار کړې. زموږ هېواد چې له اقتصادي اړخه په پښو ګوډ هېواد دی، ډېری ځوانان له همدې امله خپلې دې بشري اړتیا ته د رسېدو لپاره ټول ژوند د مسافرۍ له کړاو او ناخوالو ډک ژوند تېرولو ته اړ کېږي او یا ترې بې برخې پاتې وي. خو کله چې په یو نه یو ډول دا تړون سرته ورسېږي، له هغه وروسته د ښځې د ژوند ترخې او ځوروونکې ورځې پیل شي. د خواښې له خوا په وړه وړه خبره پیغور، په وړه تېروتنه د ولور په پیسو پښېمانتیا ښودل، او داسې نور هغه څه وي چې د ښځې په ټول ژوند کې ورسره ملګري وي. دا تړون یوه بله بڼه هم لري، هغه د یوې ښځې په بدل کې لږ ولور اخیستل دي. د ډېرو پیسو په اساس شوي تړون کې یوازې د تړون یو لوری (د هلک لوری) ځورېږي او د دې ناوړه دود پایلې تېروي؛ او لږ تر لږه دا بل لوری (پخپل زړه کې) ځان یو څه له مادي اړخه خوشاله او ښه احساسوي. خو د کمو پیسو تړون د دواړو خواوو ژوند د زهرو جام وي چې ټول ژوند يې له ستوني ښکته کوي. د نجلۍ کورنۍ ته د ټولنې له خوا دا پیغور ورکول کېږي چې لور پرې ګرانه نه وه، لور يې ښه نه وه، او داسې داسې خبرې به ورته کوي چې له هغه وروسته به د ټولنې نورو وګړو ته هم دا کار د عبرت او پند پېښه شي؛ او د هلک کورنۍ بیا نجلۍ ته دا پیغورونه ورکوي چې کورنۍ دې درنه په تنګه وه، ځکه يې دومره ارزانه راکړې، د کار نه وې او داسې نور. موږ په خپله ناپوهي کې له ښځې سره د پلور د یوه توکي په توګه چلن کوو. خو باید پوه شو چې ښځه د پلور کوم توکی نه دی چې د اقتصاد د اصولو له مخې يې بیه ټاکل کېږي او کله دا بیه ټیټه وي او کله بیا لوړه، بلکې یو ستر انساني شخصیت دی او په ډېرو برخو کې په سړي باندې د لوړ فضیلت څښتنه ده. د ښځې دې فضیلت او انساني شخصیت ته باید درناوی وشي. زموږ خلک باید په دې پوه شي. 

 له دې دواړو پړاوونو ور هاخوا د ښځې د ژوند د ترخولو بل تر ټولو لوی سبب ګډ کورنی نظام (Joint System Family) دی. ګډه کورنۍ هغې کورنۍ ته ویل کېږي چې هلته یوه ښځه له واده وروسته له خپل مېړه سره د هغه له مور او پلار سره یو ځای ژوند تېروي. د دې نظام تر ټولو کرکجنه څېره د خواښې او خسر په څېره کې د دوو کرکټرونو په شکل را وړاندې کېږي. زموږ د ټولنې د ډېری ستونزو اصلي لامل همدا (Joint Family System) دی. دا نظام د فطرت له اصولو سره خلاف دی. هره ښځه غواړي چې له واده وروسته یو بېل او خپلواک ژوند ولري او د خپل ژوند له ملګري سره د نېکمرغۍ او خوشالۍ څو شپې سبا کړي. خو زموږ په ټولنه کې دود نظام د ښځې ټولو نېکمرغیو او سوکالیو ته د پای ټکی کېږدي. په دې نظام یوه نیوکه دا کېږي چې د هلک د سپین ږیري پلار او عمر خوړلې مور خدمت به څوک کوي؟ نو دلته یو ټکي ته پام پکار دی چې د دې نظام له ختمولو وروسته یوازې ګډه کورنۍ له منځه ځي، د مور او پلار خدمت او مقام بیاهم پخپل ځای پاتې وي. ښځه او مېړه کولای شي چې خپل زاړه مور او پلار (هغه که د هلک وي که د نجلۍ) خپل کور ته را وغواړي او د زړه له اخلاصه يې خدمت وکړي. دلته ښايي د ځینو په ذهن کې دا ور تېره شي چې د دې کار او ګډې کورنۍ توپیر څه شی شو؟ نو که لږ ځیر شو، نو د دې ترتیب له سرچپه کولو وروسته یو لوی تغیر رامنځته کېږي، په (Joint Family System) کې مور او پلار د کور مشران او واکمن وو، دې بلې خوا ته د کور واک له ښځې او مېړه سره دی او مور او پلار د خواښې او خسر په څېر نه، بلکې د دوو مېلمنو په توګه ژوند کوي. که په دوو ټکو کې يې ووایم نو دلته مور او پلار د خدای د رحمت حیثیت خپلوي. نو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د هغوی د ستونزو د راکمولو لپاره پکار ده چې د (Joint Family System) په ځای د (Split Family System) یا د بېل کورني نظام بنسټ کېښودل شي. او په دې کې تر ټولو لویه ونډه پخپله ښځې اخیستلی شي. 

دریم ډګر چې هلته ښځې له کړاوونو او ستونزو سره مخ کېږي، هغه مهال وي چې کله یوه ښځه کونډه شي. د یوې ښځې د کونډتوب ګڼ لاملونه کېدلی شي. خو زموږ په ټولنه کې له کونډو سره دوه ظلمونه کېږي: یو دا چې، بېرته په هماغه کورنۍ کې په زور او جبر خپل لېوره ته واده کېږي. او دوهم دا چې، په ټول ژوند کې د دوهم واده کولو زمینه نه ورته مساعدېږي او په خسرګنۍ یا پلرګنۍ کې خپل سر سپینوي. د دې دواړو کارونو تر شا دوه لاملونه وي، بې ځایه شرم او غیرعاقلانه او بې بنسټه غیرت. دا د ښځو ثابت حق دی چې لومړی به پخپله خوښه د خپل ژوند ملګری خوښوي، او که (خدای مه کړه) د ژوند ملګری یې له لاسه ورکړ، نو کولی شي چې په لوړ سر دوهم، دریم،… واده وکړي. دلته ډېری دا نېوکه مخ ته راځي چې ښځې پخپله نه غواړي دوهم واده وکړي. دا هېڅکله ممکنه نه ده چې یوه ښځه د واده هیله ونه لري خو د ټولنې چاپېریال او حالت ته په کتو هره ښځه دې ته مجبوره کېږي چې غلي پاتې کېدل پخپل خیر وګڼي. که ټولنه له ناوړه ارزښتونو او د بې ځایه دودونو له رذایلو څخه پاکه او ستره شي، نو هېڅ کله به یوه ښځه بېل او ګوښی ژوند تېرول خوښ نه کړي. 

د یوې ټولنې نېکمرغي ښځې ته په مساوي او برابرو حقونو ورکولو کې ده او د ښځې پر وړاندې تاو تریخوالی له منځه وړل د ټولنې نیمايي، یا تر دې هم زیاتې، ستونزې او ناخوالې له منځه وړي. د ټولنې د ژغوراوي او ساتنې لپاره د ښځو ساتنه او ژغوراوی باید خپل لومړنی ګام وبلل شي. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب