جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+تکړه شه! ته یې کولی شې

تکړه شه! ته یې کولی شې

کتاب: تکړه شه! ته یې کولی شې

لیکوال: رحمت شاه فراز

څلورمه برخه

—————

برياليتوب ستا حق دی!

ستاسو زېږېدنه په خپله ستاسې د بریالیتوب تر ټولو لوی ثبوت دی. 

څېړنې ښيي چې د مور او پلار د یو ځای کېدو په پایله کې مو نړۍ ته تقریباً د ۶۰ زره ماشومانو د راتګ امکان وو. دا ټول ماشومان دې نړۍ ته د راتګ لپاره په هیجان کې وو. او بیا مو له ټولو سره ((یو په یو)) سیالۍ پیل شوه. څوکۍ یوه وه، خو کاندیدان ۶۰ زره. په پای کې بریا ستاسې په برخه شوه په دې چې په تاسې کې د هغوی په پرتله ډېره وړتیا، ډېر ځواک، ډېره روغتیا او په بل عبارت له نورو ټولو ډېر زړور وئ او په دې ډول د ((۵۹۹۹۹)) خلکو په سیالۍ کې بریالیتوب ستاسې قدمونه ښکل کړل او په دې نړۍ کې وځلېدئ.

مبارک مو شه! نړۍ ته ستاسې لومړی ګام په اصل کې ستاسې د بریا شاهدي ورکوي. 

که تاسې د دې وړ نه وای، نو نن به ستاسې پر ځای له ((۵۹۹۹۹)) ماشومانو څخه کوم بل څوک په نړۍ کې وای او دا بریا به د هغه په برخه شوې وه. 

بریاليتوب ته رسېدل د دې ټول کاینات په خټه کې نغښتي، بریا فطري ده، د دې نړۍ هر شی لوېیدل، وده کول، یا په بله معنا بریا ته رسېدل غواړي. بوټي د خوړو، هوا او اوبو په لټون کې بریالیتوب غواړي. که په څارویو کې د بریالیتوب جبلت نه وای نو زموږ شاوخوا به نه تر سترګو کېدل. تر دې چې کاڼي هم لوېیدل او غوړېدل غواړي او که یوه تیږه بل چېرته ځای پیدا نه کړي، نو د انسان په پښتورګو کې د خپلې ودې غمه خوري. 

بریالیتوب د انسان په خټه کې اخښل شوی، خو که بریالیتوب د انسان په خټه کې دی، نو بیا ولې ډېری خلک نه شي بریالي کېدی؟ 

آیا فطرت د هغو پر وړاندې دسیسې جوړوي؟ آیا فطرت د هغوی ماتې ته مټې رانغښتې؟ زما ځواب دی…((نه!))

فطرت خو غواړي چې موږ بریالي شو او موږ په خپله هم بریا غواړو، (تاسو هم بریالي کېدل غواړئ او د بریاليتوب ډېره ژوره هیله مو په زړه کې شتون لري. همدا لامل دی چې دا کرښې لولئ)؛ خو خبره یوازې دومره ده چې موږ د بریالیتوب په راز نه پوهېږو. خلک له دې امله ماتې نه خوري چې په استعداد او وړتیا کې يې کمی دی، خلک په دې ماتې خوري چې بریالي کېدل يې نه وي زده کړي.

ښوونیزې ادارې هم دوی ته کیمیا، بازار موندنه او انګلیسي خو ور زده کوي، خو دا نه ورښيي چې د بریالیتوب اصول څه دي. ځینې خلک د سمو و ناسمو هڅو په پایله کې بریالي شي خو ډېری هغه څه نه شي جوړېدی چې خوب يې لیدلی وي. که هر څوک د بریا اصول وکاروي، ډېر ژر او ډېر زیات بریالی کېدای شي او بریا به يې ډېره اوږدمهاله هم وي. 

خو د بریا اصول له کوم ځایه زده کړي؟ که طبیعت د بریا جبلت زموږ په درون کې ایښی وي، نو ولې د دې پوښتنې ځواب پخپله له طبیعت څخه نه غواړو. 

د طبیعت ځواب دا دی: ((چې څه کرې، هغه به رېبې!)) 

((که د غنمو تخم وکرل شي نو غنم به ترې شنه کېږي، د وریجو له تخم نه د ګنو هیله لرل لېونتوب دی.)) په همدې وخت کې مې د خپلې خوښې د مدیريت لارښود، فرید بابا غږ تر غوږو کېږي: 

«لوړے داکهـ بجوڑیاں، ککر بیجے جٹ
هنڈے اُن کـــتاے دا، پیدا لوڑے پٹ»

ژباړه: اړتیا د باجوړ انګورو ته لري، خو تخم د ځوځانو کري؛  او اړتیا ورېښمو ته لري او هیله يې د پومبې له کروندې کوي.

((چې څه کرې هغه به رېبې)) څومره ښکلی اصل دی. د بریالیتوب په راز د پوهېدو لومړنی شرط د بزګرۍ اصول پېژندل دي. موږ یوازې تخم کرلی دی، له هغه وروسته د ځمکې، موسم، لمر، باران، اوبو او طبیعت معجزه ورسره څه کوي، د دې راز په هکله اندېښنو ته اړتیا نشته. فطرت د نړۍ د تر ټولو ستر ځواک په ملتیا له دې تخم څخه یوه ګڼه ونه راشنه کړي. د دې تخم دننه پټه پرته ونه د تخم کرلو پر مهال تاسې نه وینئ، خو کله چې دا تخم نېښ ووهي او مېوه درکړي، هاله ټول پوه شي چې د دې هر څه تر شا کوم تخم وو. 

نو موږ په خپل ژوند کې چې د بریا او ماتې کومې کرکیلې کوو، د هغو تخم مو کله، چېرته او څنګه کرلی وو؟ 

زموږ د ژوند د پایلو «که مو خوښې وي یا نه» تر شا زموږ خپل عمل ولاړ دی او تر عمل شاته ولاړ وي زموږ فکر. د ارواپوهنې په برخه کې شوې څېړنه ښيي چې موږ د انځورونو په بڼه فکر کوو. له هر فکر سره مو په ذهن کې یو انځور جوړېږي، مثلاً کله چې زه «کور» وایم نو په ذهن کې مې د کور تصویر انځورېږي. موږ چې د هر څه په اړه فکر کوو، هغه مو په ذهن کې په ژوره توګه وښندل شي، یا په بل عبارت د یو شي په اړه زیات او په څرګند ډول فکر کول په دې معنا ده چې د خپل ذهن په کروندې کې مو د هغه فکر تخم وکاره. هماغه فکر به مو کارونو ته لارښوونه کوي، خو د دغه تخم په پایله کې د زرغونېدونکې مېوې روغتیا د تخم په روغتیا پورې اړه لري. که مو فکر روغ وو نو پایلې به يې هم سمې وي. که فکر ناروغ وو نو پایلې به يې هم ناروغې وي. او په دې ډول د فکر د تخم قوت درته په ډاګه شي.

د خپل فکر تخمونه بې ارزښته مه ګڼئ، په هغو کې ډېر زیات ځواک نغښتی. کېږي به هماغه چې تاسو يې فکر کوئ. کوم فکر چې په ټینګار سره پرلپسې د رنګینو او لویو لویو انځورونو په بڼه ګورئ، هغه به مو د ذهن په مخ د یوه کښت په توګه ثبت شي چې پر یوه ټاکلي وخت به يې ورېبئ. 

ښه نو، له نن څخه پنځه کاله شاته لاړ شئ او فکر وکړئ چې پنځه کاله مخکې مو په خپل ژوند کې د کومو شیانو هیله لرله او څه ډول ژوند مو غوښته. که په هغه وخت کې مو د خپلې خوښې د ژوند په هکله د خپل ذهن په پردې څرګند، روڼ، رنګین او زړه راښکونکی انځور جوړ کړی وي نو پوره باوري یم چې نن هماغه ډول ژوند تېروئ. د دې برعکس که مو د ذهن په پردې پنځېدونکي انځورونه تیاره، تت او د ماتې له بوج څخه ډک وو نو پخپله پوهېږئ چې په حقیقي ژوند کې به دا پېټی لا هم په خپلو اوږو احساسوئ. 

د بزګرۍ د اصولو له کارولو مخکې پر ذهن پوهېدل اړین دي. ذهن د یوې فابریکې په څېر دی چې دوه څانګي لري: ((یوه د ډیزاین او بله د تولید څانګه)). د تولید څانګه هماغه شی تیاروي چې د ډیزاین څانګې يې نقشه ورکړې وي.

که مو د ذهن د ډیزاین څانګه پرلپسې ناروغ، ځوروونکي او پر ماتې ولاړ انځورونه وکاږي، نو د تولید څانګه له دې پرته بله لاره نه لري چې هماغه نقشه په حقیقت واړوي. ځکه چې د تولید څانګه د فکر کولو حق او واک نه لري، هغه خو باید یوازې امرونه پر ځای کړي. 

په یاد به مو نه وي چې تېر ځل د دندې لپاره مو تر انټرویو دمخه د خپل ذهن په پردې چې کوم انځورونه ویستلي وو (چې کله کله د انځوریز فلم بڼه هم غوره کوي) په هغو کې مو ځان یوازې او یوازې د ناکام انسان په توګه لیده. او په حقیقت کې بیا څه وشوو؟ ښه نو د بزګرۍ په اصولو مو سر خلاصېږي!؟ 

په اصل کې د تولید څانګه له دې سره کار نه لري چې د ډیزاین څانګې کومه نقشه ور لېږلې، هغوی خو بس باید له ادارې څخه وسایل ترلاسه کړي او هغې نقشې ته د حقیقت جامې ور واغوندي. او کله کله خو د تولید څانګې جوړ کړي ((توکي)) تاسې ته هم د منلو نه وي. او په دې وخت کې د تولید څانګه هغه نقشه ستاسې په وړاندې وغوړوي او درته ووايي: ((په خپله يې وګورئ، آیا دا هماغه ډیزاین نه دی چې را لېږلی مو وو؟))

تاسې په ترش تندي ورته وايئ: ((مګر په حقیقت کې خو مې داسې څه خو نه غوښتل.)) 

((موږ د دې ((حقیقت)) په فلسفې خو نه پوهېږو، په هر حال زموږ په مخکې دا ډیزاین دی او موږ هماغه شی جوړوو چې ډیزاین يې راکول شوی وي.))

نو آیا فکر نه کوئ چې د زړه له ژورو څخه بریا، خوشالي، عزت، شهرت، لوړتیا، ازادي او پرمختګ غواړئ، خو د ذهن په پردې مو پرلپسې د ناهیلي، بېوسي، ناامیدي، ناکامي او ماتې اعلانونه خپرېږي. او څنګه چې ځمکه د طبیعت د یوه راز له مخې د نړۍ له ستر ځواک سره اړیکه ټینګوي او له تخم څخه ګوره ونه پنځوي، په همدې ډول د ذهن تولیدي څانګه هم د فکرونو ثمره زموږ په لمنې کې راغورځوي. او مېوې ته له کتو وروسته په یوه شېبه کې پوه شو چې د دې تر شا زموږ فکر د بریا پیغمبر وو او که د ماتې پیلامه. 

اوسمهال چې هر څه یاستئ، په ژوند کې مو چې هر څومره بریاوې لاسته راوړې او چې له څومره ستونزو (او ننګونو) سره مخ یاستئ، د هغو تر شا مو فکر ولاړ دی. په راتلونکي کې به مو په ژوند کې کومې بریاوې راځي یا کومې ستونزې به مو ((برخلیک)) ګرځي، په هغو فکرونو پورې مو اړه لري چې همدا اوس يې ستاسې په ذهن وزرې خورې کړې. د همدې لپاره په خپل ځان زړه وخوږوئ او په خپلو فکرونو کې ځان یوازې او یوازې بریالی وګورئ. 

د خپل ذهن په پردې را ټوکېدونکو انځورونو کې ځان خوشاله، خوښ او بریالی ووینئ. دا فکرونه به درته لارښوونه وکړي او هغو خلکو، هغو فرصتونو او هغو وسایلو ته به مو ور نږدې کړي چې خوبونو ته مو رښتینی تعبیر ور بښلی شي. 

دا اصول زما د خوښې یو ګرو وارث شاه په دې ډول بیانوي: 

جہیڑا بیــــجی‍ۓ وارثا وڈھ لئے
حرف وچ قرآن دے آیا اے

ژباړه: اې وراث شاه! چې څه کرو هغه به رېبو، دا ټکی په قرآن کریم کې بیان شوی دی.))

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب