سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهاروپايي ټولنه: ط مشران خپلې لوڼې بهر ته لیږي، د نورو په...

اروپايي ټولنه: ط مشران خپلې لوڼې بهر ته لیږي، د نورو په هېواد کې زده کړو ته نه پریږد

تاند:(جمعه، د حمل پینځمه) د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نيکلسن د ښځينه ښوونځيو د بيا تړلو په اړه د طالب مشرانو پر تازه پریکړې ببا توند غبرګون ښودلی.

نوموړي ویلي:« څه چې ما ځوروي، د طالبانو دوه مخی چلند او په هغوی کې د شهامت او صداقت تشه ده».

نيکلسن د خپل ټویټ په دوام زياتوي، چې د طالبانو هغه جنګیالي چې اوس وزيران شوي، خپلې لوڼې د‌ زده کړو لپاره له هېواده بهر استوي.

د نوموړي اشاره دې ته ده،‌ چې همدغه طالب چارواکي په هېواد کې له شپږم ټولګي څخه پورته له نجونو د زده کړو حق اخيستی او ښوونځي یې بیا تر نا معلومې مودې ور تړلي دي.

څه موده مخکې د‌ يوې بهرنۍ رسنۍ په راپور کې ډېرو طالب چارواکو د نومونو د نه خپرېدو په شرط تایید کړې وه، چې لوڼې یې تر ډېره په قطر او ځینو نورو اسلامي هېوادونو کې لوړې زده کړې کوي او پر عصري زده کړو ډېر تمرکز لري.

طالب ويندويانو د اروپايي ټولنې د استازي څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

طالبانو نړۍ او افغانانو ته وعده ورکړې وه، چې د حمل په درېیمه به د نجونو تړلي ښوونځي پرانيزي، خو ښوونځيو ته له اته مياشتني ځنډ وروسته ورغلې نجونې يې بیرته وشړلې، چې سختې يې وژړولې او په دې کار یې په ملي او نړيواله کچه توند غبرګونونه راوپارول.

1 COMMENT

  1. اصلي تالب ملامت نه ده، اصلي افغانان دي چې هر چاته يي اجازه ور کرې چې ددوی په ژوند او برخليک هکمراني وکړي. نو ځکه په افغانستان هر دله او منافق غښتلی ده څه چې غواړي خپل زړه په افغانانو خالي کوي او ددوی د بازي ميدان کرزيدلی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب