شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهروسيه: اړتیاوې در پوره کوو، حقاني: په رسميت مو وپېژنئ

روسيه: اړتیاوې در پوره کوو، حقاني: په رسميت مو وپېژنئ

تاند:(جمعه، د حمل پینځمه) ‏د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د افغانستان لپاره د روسیې له خاص استازي ضمیر کابلوف او د چين له بهرنيو چارو وزير وانګ يي سره جلا- جلا وکتل.

د حقاني د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو پر اساس، د روسیې استازي نوموړي ته وویل: «روسیه کولای شي چې د طالبانو اسلامي امارت اړتیاوې پوره کړي او د همکاری لاس ورکړي.»

حقاني په تېر وخت کې د سولې په پروسه کې د روسیې د هڅو ‏مننه وکړه، ویې ویل:«موږ خپلو ټولو کړیو تعهداتو ته ژمن یوو، افغانستان به وروسته له دې هیڅ ګاونډي او نورو هیوادونو لپاره خطر نه وي.»

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر د خپلو خبرو په دوام کې له نشه یي توکو سره مبارزه د ټولو هیوادونو ګډ کار وباله او نشه یي توکي یې یوازې د افغانستان نه بلکې، ‏د ټولې نړی لپاره ستر ګواښ یاد کړ او پر ګډه مبارزه یې ټینګار وکړ.

سراج الدين حقاني روسي پلاوي ته یادونه وکړه چې د بهرنیو هیوادونو لپاره ښه فرصت رامنځ ته شوی چې د طالبانو اسلامي امارت په رسمیت وپیژني او ګډو ګټو ته ګډ کار وشي.

د یو بل خبر له مخې، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدين حقاني د ګاونډي هېواد چین له بهرنیو چارو وزیر وانګ يي سره وکتل.

په دې کتنه کې حقاني وویل چې ‏چین په تېره شل کلنه دوره کې د یو ښه ګاونډي په توګه بې پرې موقف درلود او دا چې په اوسني وضعیت کې یې چارواکي افغانستان ته راځي، دوی ترې مننه کوي.

حقاني زیاته کړه چې افغانستان په ابتدايي پړاو کې دی او د ګاونډیو هیوادونو ملاتړ ته اړتیا لري. ده همداراز وویل  په افغانستان کې امن د چین او سیمي امن دی.

نوموړي ډاډ ورکړ چې د طالبانو اسلامي امارت د دوحې هغه تړون ته ژمن دی چې افغانستان به چا ته تهدید نه وي.

په همدې حال کې وانګ يي خوښي څرګنده کړه او زیاته يې کړه چې چین به له افغانستان سره ملګرتیا ته دوام ورکوي او د سیاسي اعتماد جوړونې لپاره به هڅې کوي.

د نوموړي په خبره چین غواړي چې دواړه هیوادونه ښه راتلونکی ولري او هیواد به یې د افغانستان اړتیاوو ته پاملرنه کوي.

په وروستيو کې د طالبانو له لوري د دوی د رسميت پېژندلو لپاره هڅې او غوښتنې زیاتې شوي دي.

د دوی د اوسنۍ واکمنۍ شاوخوا ۸ مياشتې کيږي، خو تر اوسه د دوی تر ټولو د ستر متحد پاکستان په ګډون د نړۍ هیڅ هېواد په رسميت نه دي پېژندلي.

3 COMMENTS

  1. دا بېشرمه کابلوف په هېڅ نه شرميږي. دا خو ډاکټر نجيب الله له سپي زيات ګواښلی وو او اوس هماغه زړه دښمني له غني سره هم پالي او د طالبانو ملاتړی دی.
    حقاني د پنجاب نالوستی چرګوړی دی. يوځل دې ځان پر پنجاب په رسميت وپېژني بيا دې له روسيه غوښتنه کوي چې په رسميت يې وپېژني.

  2. نښی نښانی داسی موجودی دی چه لمړی روسیه، چین ،او بلاروس د طالیبانو حکومت په رسمیت وپیژنی. په دوهم قدم کی ایران، پاکستان، ترکمنستان، تاجکستان، ازبکستان او د سوریه حکومتونو احتمال شته چه طالیبان په رسمیت وپیژنی؟

  3. يا ربه، تر پرونه يي د کمونيست، سيکولر، د امريکا د‌غلام په نوم وژلو، قرآن کې يې بمونه راته کيښودل، د ښځو په شفخانو ور ننوتل نه يې ښځې ژوندی پريښودلې نه نوي ماشوم، ټول ورته د امريکا ګوډاګيان و، د يو مسلمان ملت توهین يې کاوه، نن طالب ته يو دا پاتې ده چې همدې دولتونو ته پرتوګ اوباسي او ورته وايي چې کش ور کړه … خو چې امارات قبول او ومنل سي. بيا روبل او ډالر هم ورته حلال دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب