Homeخبرونهط د ملګروملتو د ماموریت د تمدید هرکلی وکړ

ط د ملګروملتو د ماموریت د تمدید هرکلی وکړ

تاند(جمعه، د حوت ۲۷ مه) په افغانستان کې د ط حکومت د ملګروملتو د امنیت شورا له لوري د افغانستان د یوناما د ماموریت د تمدیدېدو هرکلی وکړ.

د ملګروملتو امنیت شورا په داسې حال کې په افغانستان کې د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید کړ چې اندېښنه وه د دغه ماموریت پر سر د لویو قدرتونو ترمنځ اختلاف دی.

د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد نن فرانس پریس خبري اژانس ته وویل:«موږ د یوناما د ماموریت اوږدېدا یو ښه ګام ګڼو او ورڅخه غواړو چې په افغانستان کې د بشري او نورو ستونزو په حل کولو کې اغېزمن کار وکړي.»

د افغانستان لپاره د ملګروملتو ځانګړی ماموریت لومړی پلا په ۲۰۰۲ م کال پیل شو. ملګروملتو د افغانستان د دفتر له لارې نه یوازې له افغانستان سره د بشري مرستو په رسولو کې ونډه اخیستې بلکې د بشري حقونو د دفاع ترڅنګ یې په سیاسي او سیمه ییزو همکاریو کې هم برخه اخیستې ده.

په اوس وخت کې، چې د نړیوالو مرستندویانو په وینا، ۳۸ ملیونه افغانان له لوږې سره مخامخ دي، په افغانستان کې د ملګروملتو ماموریت لا مهم رول لرلی او نړیوالې مرستې افغانستان ته جلبولی شي.

سږ کال ډېر ډاډ نه و چې په افغانستان کې به د ملګروملتو ماموریت تمدید شي او که نه شي ځکه چې د امنیت شورا یو دایمي او د وېټو حق لرونکی هیواد روسیه د دې ماموریت له اوږدولو سره ډېره لېواله نه وه.

خو روسیې په غونډه کې بیخي ګډون ونه کړ.

د امنیت شورا له لوري د افغانستان د ماموریت تصویب به د افغانستان لپاره د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز ته موقع ورکړي چې په افغانستان کې خپل کار ته دوام ورکړي.

امنیت شورا په افغانستان کې د م.م. ماموریت تمدید کړ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...