یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهایران وايي، په هرات کې د وسپنې د کان په استخراج کې...

ایران وايي، په هرات کې د وسپنې د کان په استخراج کې مرسته کوي

تاند(جمعه، د حوت ۲۷ مه) د ایران د صنعت او سوداګرۍ وزیر وايي، ایران له افغانستان سره د وسپنې د استخراج په برخه کې همکاري ګوي.

رضا فاطمي امین پرون (پنجشنبې) د ایران عربي تلویزیون العالم ته په مرکه کې وویل چې ایران له افغانستان سره د وسپنې د کانونو د استخراج په اړه خبرې کړي دي.

ده وویل، د ایران د وسپنې یو ستر کان، د افغانستان په پوله کې په خواف کې موقعیت لري او دا کان، چې سنګان نومېږي، د افغانستان خاورې ته غځېدلی دی.

د ایران خواف سیمه د هرات ولایت په ګاونډ کې ده.

د ایران د صنعت او سوداګرۍ وزیر وايي، ایران د لوړې ټکنالوژۍ او د کانونو د استخراج په برخه کې د مهارتونو د لرلو په برکت په افغانستان کې د وسپنې کان په استخراجولو کې مرسته کولی شی.

امین د ایران له لوري د افغانستان د وسپنې د کان استخراج د دواړو هیوادونو لپاره ګټور وباله او زیاته یې کړه:«موږ له افغان لوري سره خبرو ته دوام ورکوو چې په تدریج په افغانستان کې د پروسیس ظرفیتونه رامنځته کړو. موږ ته د وسپنې په بدل کې چې استخراجوو یې افغانستان ته ایراني جنسونه ورکولی شو.»

حاضردمه ایران تر بل هر هیواد افغانستان ته ډېر صادرات لري. تېر کال د دوو هیوادونو راکړه ورکړه تر دوه نیم ملیارد ډالره زیاته وه خو په وروستیو شپږ میاشتو کې د افغانانو د اقتصادي وضعیت د خرابېدو له کبله په مجموع کې د افغانستان واردات کم شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب