Homeخبرونهتوماس نیکلسن: ا.ا. باید داخلي مشروعیت ترلاسه کړي

توماس نیکلسن: ا.ا. باید داخلي مشروعیت ترلاسه کړي

د اروپايي ټولنې استازی: افغانان د ط له ډاره خپل عقايد نه شي څرګندولای
تاند:(جمعه، د حوت ۲۷ مه) ‏د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نيکلسن د کابل د سفر په ترڅ کې ویلي چې طالبانو پر افغانستان له بيا واکمنیدو وروسته له خلکو د خپلو عقایدو او نظرونو د څرګندولو حق اخيستی دی.

نوموړي پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي چې افغانان د طالبانو د واکمنۍ له وېرې خپل عقايد نه شي څرګندولای.

د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ټينګار کړی چې د افغانستان حکومت او سياستونه بايد د خلکو د غوښتنو مطابق وټاکل شي.

نوموړي په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي، چې دا کار په کوم ډول کيدای شي.

توماس نیکلسن د کابل د سفر په ترڅ کې وویل، د طالبانو حکومت مخکې تر دې چې د نړیوالو له لوري په رسمیت وپېژندل شي، باید لومړی داخلي مشروعیت ترلاسه کړي.

د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي پرون په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل:

«یو حکومت باید د خپلو خلکو له لوري وپېژندل او ومنل شي، وروسته د نړیوال رسمیت موضوع مطرح ده.»

د افغانستان ډېرو سياستوالو او دغه راز د پښتونخوا د بنو سترې جرګې له طالبانو غوښتي، چې د لويې جرګې له لارې د افغانستان د کشالې د حل لپاره لاس په کار او د ازادو ټاکنو په ترسره کولو يو مشروع او منتخب نظام جوړ کړي.

2 COMMENTS

  1. ‏‎«یو حکومت باید د خپلو خلکو له لوري وپېژندل او ومنل شي، وروسته د نړیوال رسمیت موضوع مطرح ده.»

    د اروپايی ټولنی له خوا داسی ښکاره دریځ چی تالبانو ته خپله اینه په لاس ورکړی د افغان ولس دزړه خبره ده. او باید تالب هم پدی وپوهیږی چی د افغانانو سپکول او ذلیله کول او ربړول تالبانو ته پرته له رسوايۍ او سر ټیټۍ بل څه په لاس نه شی ورکولی.

    تالبان پدی باوری دی چی د خوار افغان په ستونی خپه ایښودل ددوۍ لپاره کومی بدی پایلی نه لری اود نړیړالو سره دوه مخې تعامل يی نه شی زیانمن کولې.
    او همدا علت دی چی د الهی نصرت دعویدار اوس یوازی د کفری نصرت د تر لاسه کولو لپاره شپه او ورځ سرګردانه دی. او د زورواکۍ راپدیخوا يی کوم داسی ګام ندی پورته کړی چی د افغان ولس درایو او غوښتنو د احترام کومی نښی نښانی پکی ولیدل شی.
    تالیان فکر کوی چی په نړیوالو کنفرانسونو کی ددوۍ د تعویضونو نسخی او د روانی ناروغانو لپاره ټوټکی چی ددوۍ متخصص ډاکتر ملا مټکی يی د خپل واسکټ په جیب کی همیشه ګرځوی او نړیوالو ته يی بی له ضرورته تجویز کوی د نړیوالو زړونه وګټی او نړیوال هم ددوۍ د تعویضی نسخو او ټوټکو نه ګټه پورته کول شروع کړی.
    خو یوه خبره لکه د لمر روښانه ده چی تالبان افغانان او نړیوال نه بله یوازی خپل ځانونه تیرباسی او ددوۍ دا ډول کړنی به ددوۍ دزورواکۍ ژوند نور هم رالنډکړي.

  2. دغه ټوله بدبختي د اروپايي ټولنې او ددوۍ د ميرې امريکې له برکته. دوۍ ددافغانستان د خلکو په سترګو کې نور خاوري نه وراچوي. افغان ولس د اروپاييی ټولنې او امريکا خباثت ښه پيژندل يوازي جاهلان به ددوۍ په خبرو باور کوي. الله ﷻ په دوۍ هم داسي بدبختي راولي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...