Homeخبرونهپه غور کې يو کس د يوې بورۍ اوړو د غلا په...

په غور کې يو کس د يوې بورۍ اوړو د غلا په تور په خره ګرځول شوی

تاند:(جمعه، د حوت ۲۷ مه) ‏يو شمېر خلکو د طالبانو هغه عمل غندلی چې د یوې بورۍ اوړو د غلا په تور یې په غور ولايت کې يو کس په خره سرچپه ګرځولی دی.

ځایي سرچينو ويلي چې په غلا تورن کس د غور د مرکز فيروز کوه ښار د بازار څوکیدار و.

طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو خلکو په ټولنیزو رسنیو کې د نوموړي کس د دا ډول صحرايي محاکمې ویدیو خپره کړې او ورته غوسه دي.

منتقدانو ويلي چې د اسلامي اصولو په اساس طالبان، چې ځان اسلامي نظام ګڼي، لومړی بايد خلکو ته د نفقې برابرولو زمینه برابره کړي.

دوی د طالبانو دا ډول صحرايي محکمې د اسلامي او بشري اصولو خلاف ګڼلي.

د طالبانو د رييس الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي څه موده مخکې د ملګرو ملتونو له یوه مقام سره په کتنه کې ټینګار کړی و، چې دوی د صحرايي محکمو خلاف دي او مخنيوي ته یې کار کوي.

په غور او ځینو نورو لیرې پرتو ولايتونو کې طالبانو تر دې مخکې په مختلفو تورونو یو شمېر خلکو ته د صحرايي محکمو پر وخت د سنګسار په شان سزاوې ورکړي دي.

د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې، په افغانستان کې د فقر او بېوزلۍ کچه مخ په بره روانه ده او ۲۳ ميليونه خلک د خوراکي توکيو له نشتوالي کړيږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...