دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهطالبانو له هنده وغوښتل چې په کابل کې سفارت پرانیزي

طالبانو له هنده وغوښتل چې په کابل کې سفارت پرانیزي

تاند(جمعه، د حوت ۲۷ مه) د هندي رسنیو د راپور له مخې، د افغانستان د ط حکومت له هند څخه غوښتي چې په کابل کې خپل سفارت پرانیزي.

سره له دې چې د هند په نظر د طالبانو حکومت پاکستان پلوه ښکاري او طالبان هم د هند په اړه مثبت نظر نه لري خو په تېرو اوو میاشتو کې چې طالبان واک ته رسېدلي، هند له افغانستان سره تر پاکستان ډېره مرسته کړې ده.

د طالبانو د قطر د دفتر مشر سُهیل شاهین پرون (پنجشنبې) وویل چې د طالبانو حکومت چمتو دی چې په کابل کې د هند د دیپلوماتیک حضور لپاره، چې د دوو هیوادونو د دوه اړخیزو اړیکو لپاره مهم دی، خوندي چاپېریال برابر کړي.

شاهین وویل:«موږ د هند په شمول له ټولو هغو هیوادونو څخه چې په کابل کې یې سفارتونه لرل، غواړو چې خپل سفارتونه پرانیزي او عادي فعالیتونه پیل کاندي. موږ دوی ته د خوندي او امن چاپېریال برابرولو ته ژمن یوو. دیپلوماتیک حضور د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره مهم دی.»

هند د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په څلورو پېرو کې افغانستان ته ۸ زره ټنه غنم رالېږلي او په پام کې لري چې ټولټال ۵۰ زره ټنه غنم راولیږي.

افغانستان ته د هند د غنمو د مرستې په رالیږلو کې پاکستان ډېر خنډونه پېښ کړل او په میاشتو – میاشتو یې وځنډول.

هند په تېرو ۲۰ کلونو کې له افغانستان سره د شاوخوا ۴ ملیارد ډالرو په ارزښت مرستې کړي چې په هغو ګڼ شمېر سړکونه، پلونه، ودانۍ او برېښناکوټونه جوړ شوي دي.

1 COMMENT

  1. afghans have more trust on india.and talibs must listen to afghans.
    india must have relation with talibs and must start diplomacy with talibs.
    start business with afghanistan from chahbahaar border.
    afghan like to use indian supplies,
    INDIA HAVE TO HAVE FRIENDLY HISTORICAL RELATION WITH AFGHANS.
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب