احسان الله ارینزی
د روان ۲۰۲۲ عیسوی کال د مارچ په ۱۲-۱۴ ورځو، د خیبرپښتونخوا په بنو قبایلي سیمه کې، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د محمودخان اڅکزی په مشری او نوښت، داسی یوه درنه او پرتمینه پښتون قامی جرګه جوړه شوه چې ښایي د پښتنو قبایلی سیمو په تاریخ کې ساری ونه لري!
په جرګه کې د پښتونخوا ملی عوامی ګوند، پښتون ژغورنې غورځنګ او نشنل دموکراتیک بهیر په مشرانو سربیره، د ډیرو نورو ګوندونو استازو، قبایلي مخورو او سپین ږیرو، لیکوالو، خبریالانو، مدني فعالانو، سیاسی شخصیتونو (لکه افراسیاب خټک او بشری ګوهر)، نارینه وو، ښځو او ځوانانو ګډون کړی وو.
په دې څلور ورځینۍ جرګه کې د سلګونو کسانو او په ځانګړي توګه میرمنو او پیغلو حضور ، دا ادعا ثابته کړه چې د پښتنو د حقونو لپاره مبارزې اوس رنګ راوړی، د حق غوښتنه په خلکو کې ریښې غځوي او په ډیره مدنی او شعوري توګه دا مني چې هره انساني ټولنه باید د خپلې ژغورنې لپاره خپله ویښه شي، یو موټي شي، د خپلو سترو ستونزو په اصلي خبرو فکر وکړي، سرښندنې ته چمتو شي، پاڅي او په مخ وخوځي!
د پښتون قامی جرګی په شان دروند او مهذب حرکت، یو مدني خوځښت دی چې د خان عبدالغفار خان د خدایي خدمتګارانو له افکارو څخه یې الهام اخستی او په ۲۱ پیړئ کی په مدنی مبارزه او د خپلو روا حقونو په غوښتنه باور لری او ورو-ورو په مخ ځی. !
په دی جرګه کی د میرمنو او پیغلو حضور وښوده چی په پښتنو کی دا وړتیا او ظرفیت پیاوړی کیږی، چی په یوه وروسته پاته ټولنه کی د ښځو محترم ګډون ته ښه راغلاست ووایی او د ټولنیز – اقتصادی ژوندانه د جوړولو په ستونزمن بهیر کی، د دوی درنی او اغیزمنی ونډی ته د عقیدت ګلونه وغوړوی.
د بنو د جرګی په څلورمه ورځ یوه اعلامیه خپره شوه. د اعلامیی په پیل کی ویل شوی چی په پاکستان کی (ایین) یا اساسی قانون عملا ځنډیدلی او د پارلمان پریکړی په پام کی نه نیول کیږی. اعلامیه وایی چی په سیمه کی ټولی زیرمی (تیل، ګاز او نور معدنونه) او شتمنۍ (خاوره، غرونه، ځنګلونه، اوبه، بریښنا، ارزښتونه، اداره او نور) د خلکو دی او د پښتنو حق او ونډه پاید په پام کی ونیول شی. اعلامیه کاږی چی د تګلارو جوړول د ملکی حکومت کار دی؛ په تعلیم، اقتصاد، سیاست او کلتوری چارو کی، د ښځو له ګډون پرته پرمختګ نه شی کیدی؛ جګړو پښتو ژبی، تاریخ، ادبیاتو او هنرونو ته درانه زیانونه اړولی؛ پښتو دی د لویی پښتونخوا ( اوسنی پښتونخوا جمع د بلوچستان پښتون میشتی سیمی جمع میانوالی-اټک) قامی یا ملی، دفتری او تعلیمی ژبه شی، د وژل شوو او لادرکه او بیځایه شوو پښتنو پوښتنه دی وشی، ظالمانه قوانین دی لغو شی او داسی نوری خورا انسانی غوښتنې.
اعلامیې خپلې درې مادې افغانستان ته وقف کړې دي.
څلورمه ماده وایی: (جرګه دا غوښتنه کوی چی د افغانستان د لویی جرګی او د عامو انتخاباتو له لاری د ټولو ولسونو نماینده منتخب حکومت دی جوړ شی او په راتلونکی کی دی د طاقت په زور د حکومت نیول، غیرقانونی او افغان ملت سره غداری وګڼل شی او د عصر حاضر د جهانی معیاراتو سره سمون خوړونکی جمهوری نظام دی پلی کړی شی.)
د اعلامیی ۵ ماده کاږی: (دا جرګه د افغانستان په اوسنی ناورین باندی خواشینی څرګندوی او د ملګرو ملتونو او ګاونډیو هیوادونو څخه غواړی چی هغوی دی د انسانی ناورین ښکار، افغان ولس سره هر ممکن کمک وکړی او افغان کډوالو او بیکوره سره دی قانونی او انسانی چلند وشی.)
اعلامیه په لسمه ماده کی د پښتنو یوی بنسټیزه ستونزی ته ګوته نیسی او وایی: (دا جرګه په دیورند کرښه باندی اغزن تار په سختی سره ردوی او غوښتنه کوی چی په کرښه ټولی تجارتی لاری دی،د تجارت او د کرښی په دواړو غاړو د ابادو خلکو ازادانه تګ راتګ له پاره، د څه کاغذی اسنادو او کوایفو بغیر یقینی شی.)
لنډه دا چی په دی جرګه کی، د پښتنو په سیاسی، اقتصادی، ټولنیزو، تجارتی، کلتوری او تعلیمی ستونزو او د پښتونخوا او بلوچستان د پښتنو په وسایلو او امکاناتو خبری وشوی او غوښتنه وشوه چی له ریاست (پاکستان) سره دی د پښتنو د اشتراک یو نوی تړون وشی!
جرګی د پښتنو د دوو پخوانیو جرګو د اغلامیو په منلو سره، د نویو حالاتو په رڼا کی ولس، ملت، ریاست (حکومت پاکستان) او نړیوالو ته نوی وړاندیزونه وکړل.
د دی جرګی جوړیدو دا وښوده چی په پښتنو کی د زړوری او شعوری مدنی مبارزی روحیه بیاوړی شوی، ورو-ورو د قبیلویت له کمکی کړئ څخه اوسنئ پرمختللی نړئ ته لار وهی، له ټوپک څخه واتن نیسی او د قانون د برلاسی، ملی حقونو، ژبی، پوهی، زده کړی، هنر، ادبیاتو او تاریخ په شان مسایلو په هکله فکر او پریکړی کوی.
زه خو وایم دسل کلنو پردیپالو او ناکام سیکیولرانو غونډه وه چی بیا به هم ناکام وی.
دبحث په ډیره ابتدایی برخه کې باید ووایم:
کوم حق او دچا ؟دا هسې دتل په څېر دبوسو چرګه ده جرګه نه ده.که به لافو او پټاکو کېدای نو کرزی او غنی به پښتانه یو پرمختګ لورته هحولی وای چې له بده مرغه یوازې یې پرېښودل. په یوویشتمې پېړۍ کې پښتانه چیرې دی ؟ یواوبل وژنی،.تعلیم څخه بې برخې دی، به تاریخ کې سره متحد شوی نه دی. دغه مقاله هم هسې دلاف او ګزاف برشاخو لیکل شوې ده.داتور لښکر کوم لوری کې مهارت لری؟راځی نور دروغ پرېږدو چې ګټه نه لری. له بده مرغه دخان غفارخان خدایی خدمتګار اودپښتنو فیلسوف غنی خان سره پیسه خورو پښتنو خیانت وکړ.دهغوی قیام ،احتجاج، شخصیت، لیدرشف پښتنی عزت، پوهه ،ننګ اوغیرت درلود.ګاندی ډنګردعدم تشدد تګلاری له خان غفارخان څخه کافی کړ. ارجل پښتانه، جا سوس او پردی کاسه لیسان دهرقو اوقبیلې خپل پښتون نه پرېږدی .دوه لسیزې په پښتنو څه حالت تیر شو داډیره غوټه بې انصافی ده چي حق وایو خو حق نه پېژنو جرګه جوړوو خو اهمیت یې نه شو څېړلی.بریالیتوب او ناکامی دقضیې هغه مهم اړخونه دی چې باید وپېژندل شی
ډیر ښه . کور مو ودان . جرګه، ملي ویښتیا، احساس ، را ویښیدل او خبرې اترې او مرکې د حل لار ده، سولییزه لار ده، د یو بل پوهاوي او انسان پالنې لار ده. خوښ شوم چې نن زموږ پښتانه وروڼه د افغان غټ او ګډ کور په هکله زموږ سره یوه خوله او فکرمن دي. بریالي او سرفرازه اوسئ د کوزې پښتونخوا مشرانو او خویندو وروڼو !
په خورا درنښت او مینه !
عبدالرحمن ننګیالی د کونړ مرکز ، اسداباد ښار نه.