پنجشنبه, اکتوبر 17, 2024
Homeخبرونهامنیت شورا په افغانستان کې د م.م. ماموریت تمدید کړ

امنیت شورا په افغانستان کې د م.م. ماموریت تمدید کړ

تاند(جمعه. د حوت ۲۷ مه)  امنیت شورا نن /پنجشنبې/ په غوڅ اکثریت په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی ماموریت یو بل کال اوږد کړ.

سږ کال ډېر ډاډ نه و چې په افغانستان کې به د ملګروملتو ماموریت تمدید شي او که نه شي ځکه چې د امنیت شورا یو دایمي او د وېټو حق لرونکی هیواد روسیه د دې ماموریت له اوږدولو سره ډېره لېواله نه وه.

خو روسیې په غونډه کې بیخي ګډون ونه کړ.

د امنیت شورا له لوري د افغانستان د ماموریت تصویب به د افغانستان لپاره د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز ته موقع ورکړي چې په افغانستان کې خپل کار ته دوام ورکړي.

په افغانستان کې د ملګروملتو د ماموریت د اوږدېدو د پرېکړه لیک مسوده ناروې امنیت شورا ته وړاندې کړه او په ملګروملتو کې یې استازې اغلې جول وویل، دا ماموریت نه یوازې د جنګ ځپلې افغانستان بشري او اقتصادي بحران له کمېدو سره د مرستې لپاره خورا مهم دی بلکې په افغانستان کې په افغانستان کې د سولې او ثبات هدف ته د رسېدو لپاره هم اهمیت لري.

په ملګروملتو کې د بریتانیا استازې بابرا ووډوارډ وویل، د پرېکړه لیک تصویب به یقیني کړي چې یوناما د افغانستان ستونزو ته په ځواب ویلو کې د ملګروملتو په همږغۍ، کلیدي رول ته دوام ورکوي.

دې وویل، د طالبانو له واک ته رسېدو سره په افغانستان کې د ملکیانو مرګ ژوبلې کمې شوي خو نوي حکومت ته پکار ده چې وښيي سختدریځي ډلې نور په افغانستان کې وده او فعالیت نه شي کولی.

په ملګروملتو کې د امریکا مرستیال سفیر جیفري دي لاورینټس د پرېکړه لیک تصویب د یوه مهم ګام په توګه وستایه، ویې ویل چې امنیت شورا ته دنده سپارل شوې چې د افغانانو او نړیوالو ترمنځ دیالوګ ته لاره هواره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب