جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد سرحدي نښتو د مخنیوي لپاره افغانستان او ایران ګډه کمېټه جوړوي

د سرحدي نښتو د مخنیوي لپاره افغانستان او ایران ګډه کمېټه جوړوي

تاند(جمعه، د حوت ۲۷ مه) افغانستان او ایران په خپلو ګډو پولو کې د ناوړه تفاهم او نښتو د پېښدو د مخنیوي لپاره د یوې ګډې کمېټې پر جوړولو سلا وکړه.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې، په کابل کې د ایران مرستیال سفیر د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سره په خبرو کې موافقه وکړه چې د دوو هیوادونو د پوله ساتو ترمنځ  د سوتفاهمونو د نه پېښېدو لپاره به  ګډه کمېټه جوړه کړي.

په تېرو اوو میاشتو کې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي دي، د دوو هیوادونو سرحدي ځواکونو لږترلږه دوه ځلې نښتې کړي چې په لړ کې یې مرګ ژوبلې هم پېښې شوي دي.

د دواړو خواوو ترمنځ وروستۍ نښته د روان مارچ په اوومه د نیمروز ولایت د کنګ ولسوالۍ په پوله کې وشوه چې دوه ساعته یې دوام وکړ. په دې نښته کې دواړو خواوو له سپکو او نیمه درنو وسلو کار واخیست او د دوو ایراني پوله ساتو د وژل کېدو ادعا وشوه.

تر دې یوه میاشت وړاندې (د قوس لسمه) هم د دواړو خواوو ترمنځ نښته شوې وه چې وروسته هم طالبانو او هم ایران د هغه د سوتفاهم له کبله وبلله.

مهر خبري اژانس وايي چې په کابل کې د ایران د سفیر سرپرست سیدجسن مرتضوي د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني څخه وغوښتل چې په پوله کې د سوتفاهم د بیا نه تکرارېدو لپاره دې په ګډه کمېټه سلا وکړي.

د اژانس پر اساس د طالبانو د کورنیو چارو وزیر د دې وړاندیز هرکلی وکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب