جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد یوه طالب چارواکي او د پوهنتون د تازه فارغې نجلۍ ګډ...

د یوه طالب چارواکي او د پوهنتون د تازه فارغې نجلۍ ګډ عکس د خلکو په زړونو کې هیلې وټوکولې

تاند(پنجشنبه، د حوت ۲۶ مه) یوه عکس چې یو طالب چارواکی او د پوهنتون یوه تازه فارغه شوې نجلۍ په کې لیدل کیږي د ټولنیزو رسنیو د کاروونکیو په منځ کې د خوښۍ هیلې راوټوکولې.

ویل کیږي چې په عکس کې په کابل کې د هېواد پوهنتون یوه تازه فارغه شوې محصله ښکاري چې یو طالب چارواکی چې نوم یې نه دی یاد شوی، د فراغت سند په لاس ورکوي.

د ټولنیزو رسنیو ډېرو افغان کاروونکیو په خپلو فیسبوکونو او ټوېټر حسابونو باندې خپور کړی او هیله یې ښودلې چې ښایي په دې سره طالب چارواکي صیقل شي، او له واک او په ځانګړې توګه له لوړو زده کړو سره په خپل چلند کې مثبت بدلون راولي.

د طالبانو په هکله ډېر داسې تبلیغات کیږي چې له عصري زده کړو سره دښمني پالي، خو هغوی یې نه مني لاکن وخت ناوخت یې د لوړو زده کړو د سرپرست وزیر باقي حقاني له ویناوو څخه هم داسې ښکاري چې هڅه کوي د پوهنتونونو استادان توهین او تحقیر کړي.

ویل کیږي چې ښاغلي حقاني په وروستي ځل همدا نن د کابل پوهنتون یو شمېر استادانو ته د ښکنځلو تر حده د ګواښ خبرې کړې دي.‌

1 COMMENT

  1. اصلاََ که حکومت خپل مسئولیت اداء کړی شی؛امنیت تامین ، محیط او اداره په شریعت مزین ، کار او الهی امانات اهل ته یی وسپاری،د نجونو د تعلیم لپاره افغانان نور مشکل نلری۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب