Homeخبرونهپه ترکمنستان کې افغان سفارت ط ته وسپارل شو

په ترکمنستان کې افغان سفارت ط ته وسپارل شو

تاند:(پنجشنبه، د حوت ۲۶ مه) ‏د ترکمنستان حکومت، چې له طالبانو سره نژدې اړيکې لري، نن يې په عشق اباد کې د افغانستان سفارت رسما طالبانو ته وسپاره.

په دې مراسمو کې د طالبانو له لوري د سفارت سرپرست حاجي فضل محمد صابر هم دندې ته معرفي او خپله کار يې پيل کړ.

د یادو مراسمو پر مهال د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وفا حاجیوف ويلي چې دوی له طالبانو سره په ګډه کار کولو ته چمتو دي.

د طالبانو حکومت، چې د رامنځته کيدو يې شاوخوا ۸ مياشتې کيږي، تر اوسه د نړۍ د يوه هېواد له لوري هم په رسميت نه دی پېژندل شوی.

تر دې مخکې په پاکستان، چین، ترکیه او یو شمېر نورو هېوادونو کې هم په ښکاره او پټه د افغانستان سفارتونه طالبانو ته سپارل شوي دي.

په ترکمنستان کې د افغانستان سفير څه موده مخکې له خپلې دندې استعفا کړې وه.

طالبان په وروستيو کې د رسميت پېژندلو او لږ تر لږه ورسره د نړۍ د ديپلوماتيک تعامل د رامنځته کيدو په اړه هیله من شوي دي.

په ښکاره هیڅ هېواد هم د طالبانو په رسميت پېژندلو ته چمتووالی نه دی ښودلی، خو ویلي چې که طالبان ملي روغې جوړې، او په حکومت کې د ښځو ګډون ته غاړه کښېږدي او د ټولو افغانانو بشري او نورو حقونو ته درناوی وکړي، حکومت به یې په رسمیت وپېژني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...